1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکني دوهم پړاو ته وغځېدې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د سوسياليستانو کانديد هالند د يکشنبې د ورځي په ټاکنو کي تر نيوکولای سارکوزي ډيري رايي گټلي دي.

https://p.dw.com/p/14jOH
انځور: Reuters

يو شمېر ويب پاڼو د فرانسې د هغو سیمو چي د سمندر بلي غاړي ته پرتې دي، د ټاکنو نتایج پرون غرمه لا په ډاګه کړي ول. په دغه سیمو کي د وخت د توپير له امله ټاکني د شنبې په ورځ ترسره شوي وې.

په فرانسه کي سوسياليستان د ۲۹ فيصده رايو په ګټلو سره په دې وتوانیدل، چي ټاکني په لومړي پړاو کي د اوسني ولسمشر نیوکولاي سارکوزي چي ۲۶فيصده رايي ئې اخیستي دي تر شا پریږدي.

سارکوزي د وروستیو نظر پوښتنو له مخي د فرانسې د ځوان تاریخ تر ټولو د کم محبوبیت لرونکی ولسمشر وبلل شو.

د کارپوهانو په خبره که چيري هالند اوس کومه لويه غلطي ونه کړي نو رايي ورکوونکي به د راتلونکي مياشتي پر ۶ نېټه دی د سارکوزي ځای ناستی کړي.

د المان د لودوگزبورگ د الماني- فرانسوي انستيتيوت د فرانسې د سياسي چارو کارپوه هيندرک اونترويده وايي، چي رايي ورکوونکو د یکشنبې په ورځ سرکوزي ته وښووله چي دوی نور هغه نه غواړي.

«نیکولای سارکوزي داسي یو ولسمشر دئ چي تل ئې لوی وعدې کړي دي خو په تیرو پنځو کلونو کي ئې دا وعدې پوره نه کړې.»

حقیقت هم دادئ چي د سارکوزي د پنځه کلني دورې په پای کي فرانسه له لویو ننګونو سره مخامخ ده. د بې کارۍ کچه چي لس فيصده ده په تیرو شلو کلونو کي تر ټولو لوړه ده. دولتي پورونه ډير زیات دي او د بهرنۍ سوداگرۍ د برخي تاوان بې ساري لوړي کچي ته ختلی دئ، چي په دې توګه کیدای شي راتلونکي پنځه کاله ډير ستونزمن وي.

خو يو بل کارپوه اونترو بيا فکر نه کوی، چي فرانسويان دي هالنده ته د يو داسي ولسمشر په سترگه وگوري چي هغه دي پر بحرانونو لاس برتوب ولري.

دې نظر ته په کتو سره د سارکوزي پلویانولا خپل امید له لاسه نه دئ ورکړی. دوی د خپل کاندید پر وړتیاو باورلري.

په داسي حال چي د سوسیاليستانو کاندید فرانسوه هالند د یکشنې د ورځي تر ټاګنو بریالی ووت، ډیری ښی اړخه د ملي ګوند بريا ډیر حیران کړل. د دوی کاندیده ماري لیپن د ۱۹رايو په اخیستلو سره د خپل ګوند په تاریخ کي تر ټولو ښه نتایج ترلاسه کړل.

که څه هم چي له کين اړخو څخه د لازياتو رايو د ترلاسه کولو هڅي کېدلې خو بياهم هغوی د پام وړ رايي تر لاسه کړي دي. د چپیانو نوماند ژون لوک ملنشون دوولس فيصده رايي گټلي دي.

اندرياس/برېښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل