1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې لومړی وزیر د منځني ختیځ کډوال نه مني

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

د پاریس تر ترهگریزو بریدونو وروسته د فرانسې لومړي وزیر والس له اروپایې اتحادیې څخه غوښتي دي چې نور دې نو د منځني ختیځ هیڅ کډوال نه مني. د هغه په خبره د دې پر ځای باید د جگړې په سیمه کې حل لاره ولټول شي.

https://p.dw.com/p/1HC9B
انځور: Patrick Kovarik/AFP/Getty Images

د مختلفو اروپایې ورځپاڼو له خبریالانو سره په خبرو کې هغه وویل: دا ناممکنه ده چې اروپا دې نور کډوال هم ومني. د اروپا د سرحدونو کنترول د اروپایې اتحادیې راتلونکې ټاکي. د فرانسې دغه سوسیالیست سیاستوال وویل:«که موږ دا کار ونه کړو، نو ولس به ووایې: اروپا ! نور نو بس ده.»

والس زیاته کړې د دی پر ځای چې په زرگونه نا کنترول شوي مهاجر اروپا ته پریښودل شي، اروپا باید د سوریې له گاونډیو هیوادونو لکه ترکیه، لیبنان او اردن سره یوه داسې حل لاره ولټوي چې ډیر مهاجر ومني او هم هلته یې ایسار کړي. « که نه نو اروپا به په اغیزمنه توگه د خپلو سرحدونو د کنترول په برخه کې خپل صلاحیت تر پوښتنې لاندی راوړي.»

له بلقوه ترور څخه ویره

والس د تحقیق کونکو څیړنو ته په اشارې کولو سره وویل چې د نومبر د ۱۳ نیټې د بریدونو لږ تر لږه دوه تنه بریدگر د یونان او صربستان له لارې لویدیځ اروپا ته داخل شوي ول. یوه ځانمرگي بریدگر ته نږدې د احمد المحمد په نوم یو سوریایې پاسپورت هم موندل شوې وو. خو په دې هکله شک موجود دی چې آیا دغه پاسپورت په رښتیا هم د بریدکونکي دی؟ د اکتوبر میاشتې په دریمه نیټه یونان ته د سفر کولو په وخت کې یو تن په همدې نوم ځان ثبت کړی دی. همدارنگه د دغو پيښو یو بل عامل هم د نوم ثبتولو په وخت کې د محمد المحمود په نوم له سوریایې پاسپورت سره ځای راجستر کړی وو.

والس آلمان او ایټالیې ته هم د «اسلامي دولت» ملیشه و له گواښ څخه خبردارې ورکړی. د چهارشنبې په ماښام د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د تروریزم پر وړاندی د مبارزې او د کډوالو د کړکیچ په هکله خبرې وکړي.

د فرانسې ولسمشر په اوس وخت کې په دې هڅه کې دی چې د«اسلامي دولت» ډلې پر ضد جگړې له پاره یو لوې تړون رامنځته کړي. دغې ډلې په پاریس کې د نومبر میاشتې د ۱۳ نیټې د بریدونو پړه پر غاړې اخیستې وه. په دغه ورځ د بیلابیلو موازي ترهگریزو بریدونو په ترڅ کې په مجموع کې ۱۳۰ تنه وژل شوې ول.