1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي ۷: د اورلګيدنې له کبله اغيزمنو هیوادونو سره دې مرستې وشي

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

د فرانسې ولسمشر امانوئیل ماکرون وويل چې د جي ۷ هیوادونو مشرانو د امازون په ځنګلونو کې د اورلګيدنې له کلبه اغيزمنو هیوادونو ته د ژر تر ژره مرستو پر رسولو سلا شوي. ماکرون وویل: «...باید مرستې ترسره شي.»

https://p.dw.com/p/3OSOX
Frankreich G7-Gipfel in Biarritz | Emmanuel Macron
انځور: AFP/I. Langsdon

د فرانسې خبرې آژانس په حواله ماکرون د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۵مه) وويل: «موږ ټول په دې سلا شولو چې هغو هیوادونو سره د امکان تر حده ژر تر ژره مرستې وکړو چې د اورلګيدنې له امله زيانمن شوي دي.»

د فرانسې ولسمشر دغه خبرې د فرانسې په سويل لويديځ ښار بياريت کې د يوې غونډې پر مهال خبريالانو ته وکړې. په دغه ښار کي په اقتصادي توګه د پرمختللو ۷ هيوادونو دولتي او حکومتي مشران راټول سوي دي.

په جي ۷ هیوادونو کې د امريکا متحده ايالات، بریتانیا، فرانسه، آلمان، ایټالیا، جاپان او کاناډا شامل دي. 

 ماکرون تر غونډې د مخه د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د نړۍ په تر ټولو باراني ځنګلونو کې د اورلګيدنو په اړه په خپلو کې سره خبرو ته کښينې او دغې پديدې پر وړاندې د مبارزې له پاره «مشخصې ژمنې» وکړې.

د امازون ځنګلونو ۶۰ سلنه برخه برازيل هيواد پورې تړلې ده او پاتې برخه يې اتو نورو هیوادونو، بوليويا، کولمبيا، ايکوادور، فرانسوي ګويان، ګیانا، پيرو، سورينام او وينزويلا ته غځيدلې ده.

د فرانسې ولسمشر وويل: «کولمبيا نن سهار له نړيوالې ټولنې څخه د «مرستې غوښتنه» وکړه، نو باید مرستې ترسره شي.»

ماکرون په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زموږ ټيم د امازون ټولو هیوادونو سره د اړيکو ټينګولو په حال کې دی، له همدې کبله موږ به وشو کړای چې په دې برخه کې د مالي او تخنيکی منابعو په ګډون خپلې مشخصې ژمنې نهايي کړو.»

د جي ۷ سرمشريزه پرون شپه (د اګست ۲۴مه) په فرانسه کې د غړو هیوادونو د مشرانو په ګډون پيل شوه.

د فرانسې ولسمشر امانوئيل ماکرون د امازون د ځنګلونو موضوع ته د دغې سرمشريزې په سر کې د ځای ورکولو وړانديز کړی ؤ، خو د برازيل ښي اړخي رهبر جایر بولسونارو يې پر وړاندې مخالفت ښکاره کړی و. هغه د ماکرون دغه اقدام د خپل هیواد په داخلی چارو کې لاسوهنه بللې وه او د «استعماري ذهنيت» څخه يې خبره کړې وه.

 (AFP) /mks-aa