1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ولسمشر غواړي د پارلمان د غړو شمیر کم کړي

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي چې هغه به د هيواد د پارلمان په دواړو جرګو کې د استازو شمیر یو پر دریمه برخه راکم کړي. هغه دغه راز ویلي چې د پارلمان کوچنی کول به د قوانینو د ژر تصویب له پاره لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/2ftQV
Frankreich Emmanuel Macron, vor Rede in Versailles
انځور: Reuters/E. Laurent

د دوشنبې په ورځ د فرانسې د ویرسای په نامه ماڼۍ کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د فرانسې تازه ټاکل شوي ولسمشر، امانویل ماکرون وویل چې فرانسه اوس پر «جدي تازه لاره» باندي د تګ له پاره چمتو دی. نوموړي همدا راز د خپل هیواد د رایې اچوونې سیستم په هکله د اساسي بدلونونو د رامنځته کولو اعلان هم وکړ.

ماکرون د خپلو خبرو په ترڅ کې د فرانسې د پارلمان په دواړو جرګو کې یو پر دریمه برخه د استازو د شمیر د راټیټولو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې دغه څه به د «پارلماني چارو پر عمومي کیفیت باندې مثبت اغیز وکړي.»

ماکرون په داسې حال کې چې د پارلماني نظام ضد د احساس پر نه لرلو یې ټینګار کاوه، وویل چې «د لږ استازو او ډیرو منابعو لرونکی یو پارلمان به داسې یو پارلمان رامخي ته کړي چې ډیر ښه به پرمخ روان وي. زه به د اساسي قانون د دې شورا په دریمه حصه د استازو د کمولو وړاندیز وکړم.»

نوموړي په دې هکله وړاندې وویل چې «موږ اوږدمهاله لید لوري ته اړتیا لرو خو [د دې ترڅنګ] موږ باید په چټکۍ او ښه توګه فعالیت هم وکړو. نو له همدې امله پارلمان د دواړو جرګو ترمنځ اړیکې هم باید آسانه شي.» ماکرون د خپلو خبرو په ترڅ کې په داسې حال کې چې د دیجیتالي موضوعګانو د خپریدو حقوقو او په امنیتي برخو کې یې د قانون جوړونکو د چټک ځواب د اړتیا یادونه کوله همدا راز زیاته کړه چې د قوانینو د جوړولو سرعت باید د خلکو له غوښتنو سره سرم پرمخ ولاړ شي.

په چارو کې مداخله نه کول

د دې له پاره چې په دې هکله عملي کار وشي او که چیرته د یوه کال په ترڅ کې د قوانینو په اصلاح کې اقدام و نه شي، ماکرون د یوې ټولپوښتنې د ترسره کولو وړاندیز هم وکړ.

نوموړي وویل چې غواړي د نیمه بشپړ شوو اقدماتو او ځان ښوونې له پاره د کړنو مخنیوی وکړي. ماکرون په دې هکله وویل: «د دغو بدلونونو په هکله به په پارلمان کې رای واچول شي او د اړتیا په صورت کې به زه خپلو خلکو ته د یوې ټولپوښتنې له پاره مراجعه وکړم.»

د فرانسې ولسمشر ماکرون همدا راز وړاندیز وکړ چې د ناپیچلو قوانینو د تصویب له پاره دې د ټول پارلمان پر ځای د پارلمان کمیسیونونه رایه ورکړي. ولسمشر د تیري می میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ښي اړخي نوماندې ماریني لی پین ته په ماتې ورکولو سره خپل ګوند ته بریا ورکړه او د دې هیواد په ولسي جرګه کې یې له ټولو ۵۷۷ څوکیو څخه خورا ډیري وګټلې.

اغیزمنتیا، استازیتوب، مسوولیت

ماکرون همدا راز وویل چې په راروان مني کې به د ۲۰۱۵م کال د نومبر میاشتې بريدونه چې پکې ۱۳۰ کسان ووژل شول، پلي شوی بیړنی حالت پای ته ورسوي.

ولسمشر ماکرون په دې هکله وویل: «زه به یو ځل بیا د فرانسې خلکو ته په راروان مني کې د بیړني حالت په پای ته رسولو سره یوځل بیا آزادي راولم ځکه دغه آزادي د غښتلې ديموکراسۍ له پاره اساسي شرطونه دي.»

تیره میاشت، ماکرون د خپل حکومت ټول وزیران او امنیتي چارواکي راټول کړل، څو د ترهګرۍ ضد ځانګړي ځواکونه رامنځته کړي. نوموړي همدا راز د افریقا په ساحلي سیمه کې کوم چې د ترهګرۍ د پراخیدو اصلي مرکز ګڼل کیږي، له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ۵۶ میلیونه ډالر بودیجه هم ځانګړې کړه.

د خپلو وړاندیزنو په یوه اوږده مقدمه کې، ماکرون د فرانسې تاریخ ته اشاره کړې او د اصلاح، بدلون او ترمیم اړوند موضوع ګانو پر تشخیص یې ټنیګار کړی دی. دغه ۳۹ کلن ولسمشر همدا راز ویلي چې هغه به درې پرنیسپونه تعقیب کړي او هغه اغیزمنتیا یا مؤثریت، استازیتوب او مسوولیت دی.

په دې ناسته کې چې ولسمشر ماکرون خبرې کولې، د فرانسې د سنا د استازو ترڅنګ د ولسي جرګې تازه ټاکل شوي غړي هم حاضر ول. د فرانسې په ولسمشریز ټاکنو کې پخواني نوماند ین لوک میلینچون پر ماکرون تور پوري کړی چې د مطلق العنانه سیستم له پاره لاره هواروي.