1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانکفورت په هوايي ډگر کې اعتصاب دوام لري

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د فرانکفورت د هوایي ډګر کارکوونکو د دویمي ورځي له پاره خپل اعتصاب ته دوام ورکړ. دوې د پنج شنبې په ورځ روان اعتصاب پیل کړی دئ چې له امله ئې ډیر شمیر الوتني لغو شوي دي.

https://p.dw.com/p/144eL
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانکفورت هوایي ډگر د اروپا دریم لوی هواديي ډگر دئ. د دغه هوايي ډگر د کنترول مسئولیت د فراپورت شرکت پر غاړه لري.

د فراپورت شرکت اوس له ټولو هغو مسافرینو څخه چې الوتنه ئې د فرانکفورت له هوايي ډگر څخه تر سره کیږي غوښتي دي چې هوايي ډگر ته تر راتلو مخکې په دې خبرې ځان مطمئن کړي چې آیا الوتنه ئې تر سره کيږي او که د اعتصاب له کبله لغو شوی دئ.

د فرانکفورت په هوايي ډگر کې د اعتصاب له کبله د پنج شنبې « د ۲۰۱۲م کال د فیبروري ۱۶مه نيټه» په ورځ تر ۱۷۳ الوتني لغو شوې. دغه شمیره کیدای شي د جمعې په ورځ نوره هم لوړه شي ځکه چې د پنج شنبې د وروځي اعتصاب وروسته له غرمې پیل شوی وو. یوازې د لوفتنزا هوایي شرکت د جمعې په ورځ خپل ۲۵۰ الوتني لغو کړي دي.

د اعتصاب لامل

هغو کسانو چې د فرانکفورت په هوایي ډگر کې پر اعتصاب لاس پورې کړی دئ په هوايي ډگر کې د ترافیکو د کنترولولو مسئولیت پر غاړه لري. د دغو کسانو د اعتصاب لامل ټیټ معاش او د کار سخت شرایط دي. دوی غواړي چې معاشونه یې لوړ او د کار شرايط ئې مناسب شي.

د آلمان د هوايي ډگر د ترافیکو د کنترولونکو اتحادیې هم له هغه وروسته له اعتصاب سره ملاتړ وکړ چې د هغوی د معاش د لوړولو غوښتنې و نه منل شوې.

د فراپورت د شرکت یوه چارواکي ویلي دي چې د دغو کارکوونکو غوښتنې ډیرې لوړي دي. هغه زیاته کړې ده چې د فراپورت شرکت د خبرو اترو له پاره چمتو دئ.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض