1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه جگړه د بریدگرو په وژلو پای ته ورسېده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د فراه ولايت چارواکي وايي، چی ددغه ولايت پر مقام باندي د ځانمرگو بريدکوونکو يرغل د هغوی په وژلو سره پای ته ورسېد.

https://p.dw.com/p/14wuK

د فراه ولايت وياند فقيب الله فراهي رسنيو ته ويلي دي، چي څلور تنه ځانمرگي بريد کوونکي د ولايت مقام ودانۍ ته تر ور ننوتلو لږ وروسته ووژل سول.

له فراه څخه عيني شاهدان وايي، چي ددغه ولايت د مقام پر ودانۍ څلورو تنو ځانمرگو بريدکوونکو چي په يوه کرولا ډوله موټر کي سپاره ول لومړی د ولايت ودانۍ په دروازه کي يوه چاودنه وکړه او وروسته په ودانۍ ورننوتل او جگړه پيل سوه.

ويل کيږي، چي د بريد پر مهال د فراه والي په ودانۍ کي له قومي مشرانو سره په يوه غونډه کي وو. خو هغه ته کوم تاوان نه دئ رسېدلی.

وروستي راپورنه وايي، چي په پيښه کي ۷ تنه وژل سوي دي، چي ۶ تنه يې پوليس او يو ملکي وگړی دئ او دغه راز د ملکي کسانو په گډون ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي.

په دې اړه به بشپړ راپور لږ وروسته پرليکه سي.


آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش