1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه سوداګر ښاروالي په ادارې فساد تورنوي

۱۳۸۹ تیر ۲۵, جمعه

د فراه ولايت يو شمېر سوداگر او دوکانداران پر ښاروالۍ تور لگوي چي په غير قانوني ډول پيسې ځني اخلي.

https://p.dw.com/p/ON2M
فراه د افغانستان په لوديزکي يو د هغو ولايتونو څخه دی چي د ايران سره د ګمرکي لاري په شتوالي سره ډيرځله د ورته شکايتونو خبرونه ورکول کيږي
فراه د افغانستان په لوديزکي يو د هغو ولايتونو څخه دی چي د ايران سره د ګمرکي لاري په شتوالي سره ډيرځله د ورته شکايتونو خبرونه ورکول کيږيانځور: DW

دسوداګرو په استازي توب عبدالصمدخبريالانوته ويلي دي چي د فراه ښاروالي په اداري فسادتورنه ده.

د هغه په خبره ښاروالي د ټېکې اونورو بيلانومونو په طريقه غيرقانوني پيسې څني اخلي. هغه ويلي سوداګر يوار په ګمرک کي خپل توکي په رسمي ډوله ماليه ورکوي خو ښارته په راتلو د ټېکې په نوم نوري پيسې هم څني غوښتل کېږي.

سوداګروزياته کړې په سوداګرۍ توکو د دا ډول پيسويامالياتوزياتيدل مستقيماً د توکو پر قيمت تاثيرکوي اوتاوان يي اخيستونکي ته رسيږي.

فراه د افغانستان په لوديزکي يو د هغو ولايتونو څخه دی چي د ايران سره د ګمرکي لاري په شتوالي سره ډيرځله د ورته شکاياتوترڅنګ دبې کيفته او تر وخت د تيرو سوداګري جنسو شکايتونه هم ترې خپريږي.

دفراه ښاروال عبدالرحيم اسحاقزي دغه تورونه ردکړی او زياته کړې يې ده چي، موږ چي کومي پيسې اخلو د وزيرانوشورا او د محلي ارګانونو د پريکړي سر ه سم يي د سوداګروڅخه اخلو.

د فراه ښاروال په خبره د ګمرک سره ددوﺉ دپيسواخيستل جلادي. هغه وايي ګمرک په مالي وزارت پوري اړه لري او د ښاري خدمتونه د ښار والۍ دنده ده ځکه نو هغوجنسونه چي له دباندي څخه راځي ډيرکمه فيصدي پيسې د ښاروالۍ د خوا ځني اخيستل کيږي.

د کارپوهانو په خبره که فراه ولايت کي په هرنوم پيسي واخيستل سي د تاثيرات يې مخامخ د ورځنيو نرخونو د لوړوالي لامل ګرځي.

شرفيار/ فراه

کتونکی. زيارمل