1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فساد په اړه زده کوونکو ته پوهاوی

خليل الرحمن/ کابل۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې اداره د ښووني او روزني وزارت په همکارۍ د اداري فساد په اړه د پوهاوي نوې دوره پيل کړه. په دغه دوره کي د ښوونځيو زده کوونکو ته پوهاوی ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1Ajn8
انځور: picture-alliance/dpa

د ښووني او روزني وزارت او اداري فساد سره د مبارزې ادارې په دغه برنامه کي به په ټول افغانستان کي نزدې لسو زرو ښوونکو او زده کوونکو ته له فساد سره د مبارزې کولو او په اداري کارونو کي د روڼوالي په اړه روزنه ورکړل سي.

د افغانستان د ښووني او روزني وزير فاروق وردګ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۳۱) په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي د ښووني وزارت مکلف دی چي کوچنيان د انسان د يوې مهمي کتلې په توګه د اداري فساد له آفته ليري وساتي او په دې برخه کي ځوانانو ته پوهاوی ورکړه سي.

د افغانستان دغه ادارې تلاښ کوي چي د کوچنيانو له ذهنونو څخه د اداري فساد خبره پاکه کړي او هغو د فساد څخه خلاصي راتلونکي له پاره و روزي.د ښووني او روزني وزارت وايي چي اوس په افغانستان کي ۱۶۶۰۰ ښوونځي فعاله دي او د ښوونځيو د ملاتړ ۱۴ شوراوي هم عملاً فعاليت کوي.

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې رييس غلام حسين فخري وايي چي لا هم په افغانستان کې په پراخه کچه فساد سته او مخنيوی يې ځکه کولای نه شي چي هغوى لا بشپړ خپلواک نه دي:

«دا بايد ومنو چې په داسي يوه سياسي او ټولنيز ناورين کي د غوڅي پريکړي تصور لږ کېدای شي، وخت او ډيري سياسي زده کړي ته اړتيا لرو، اوس ښکاره عوامل شته چي موږ يې له کبله کولای نه شو پراخ لاس ولرو، او تاسو هم اوسنيو ستونزو ته په کتو سره د رهبرۍ له مقاماتو څخه د پرېکړي او سياسي ارادې تمه په خاصه توګه په دې مياشتو کي مه لرى.»

فخري که څخه هم د هغوی د کار پر وړاندي د خنډ ګرځېدولو عاملونه په ډاګه نه کړل، خو وايي چې مبارزه يې وخت او سالم سياست ته اړتيا لري.

په ورته وخت کي د افغانستان د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ له اداري فساد سره د مبارزې له ريس سره د همدې خبري غونډي پر مهال وويل چې په افغانستان کې لوى فساد د بهرنيانو او د هغوى د جاسوسانو له خوا روان دی:

«همدا اوس زه تاسو ته په ډاډ سره ويلای سم چې٩٠ سلنه فساد د بهرنيانو او دهغوى د جاسوسانو له خوا کيږي، فساد د خارجيانو او قرارداديانو تر منځ دى او په خاصه توګه په تيلو کي.»

د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ وايي چي دا يې له اداري فساد سره د مبارزې رياست سره دوهم تړون دى چې لاسليکيږي او زياتوي چې په لومړي شپږ مياشتني تړون کې يې يوازي په کابل کې نزدې ۸۰۰ زره زده کوونکو او ۸۰۰ ښوونکو ته له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي پوهاوى ورکړی دی.