1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو د قهر په ورځ سختي نښتي سوي

۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبه

تند لارو وفلسطينیانو پرون د قهر ورځ اعلام کړې او له همدې امله په ختيځ بيت المقدس کي د اسرایلي امنیتی ځواکونو او هغه فلسطینيانو ترمنځ، چي ډبري يې وارولې سختي نا آرامۍ رامنځ ته سوي دي...

https://p.dw.com/p/MUob
پرون فلسطينيان سخت کارېدلي ول
پرون فلسطينيان سخت کارېدلي ولانځور: AP

ددغه اله ګولو او ناآراميو په ترځ کي لږ تر لږه 40 تنه فلسطینيان او 15 تنه اسرايلي پوليس ټپيان سوي دي. له بلي خوا د نژدې ختيځ دپاره دامريکا دمتحده ایالاتو خاص استازی جورج ميچل هم نژدې ختيځ ته دخپل پلان سوي سفر څخه صرف نظر کړی دی او علت يي دا بلل شوي چي دامریکي دمتحده ایالتونو او داسرايلو دحکومتونو ترمنځ په ختیځ بیت المقدس کي داسرايلي کډوالو دپاره داستوګنځايونو دجوړولو له امله دنظريو اختلاف رانمځ ته سوي.

دغه سفر دسه شنبې د ورځي لپاره پلان سوي و. په ختيځ بيت المقدس کي دپرون ورځي د ناآرامیو په هکله د اسرايلو د پوليسو ویاند ميکي روزن فلد وويل:

«موږ ددغه اله ګولو په بهير کي د امکان تر حده پوري هڅه کړې، چي لږ د زور څخه کار واخلو. په لومړي سر کي د اوښکي بهونکي ګازو څخه کار اخيستل سوی خو له بده مرغه يوه ډله فلسطینیانو په وران کاريو لاس پوري کړي.»

ددې ناآرميو اصلي علت داو، چي وړمه ورځ د الاقصي جمات ته نژدې ديهودانو یو معبد افتتاح سو
ددې ناآرميو اصلي علت داو، چي وړمه ورځ د الاقصي جمات ته نژدې ديهودانو یو معبد افتتاح سوانځور: AP

خو د اسرايلو سره دخبرو دډلګه ګۍ مشر صاحب عرقات بياوويل:«دلته سور اوربل دی، چي بايد دهغه مخه ونیول سي. نن زه دفلسطین دکورواکي ادارې د مشر محمود عباس دیو لیک سره مسکو ته روان يم تر څو د روسيې سره، چي د نژدې ختيځ دپاره د څلورګوني ډلي یو غړی دی، د سيمي پر روانو حالاتو باندي خبري وسي او دزياتو ناآراميو مخنوی وسي.»

لکه څنګه چي ښکاري په نژدې ختيځ کي له یوې خوا د امريکا د متحده ايالاتو او د اسرايلو تر منځ اړیکي سړې سوي او له بله پلوه په ختيځ بيت المقدس کي د اسرايلو د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ د پرون ورځي د اله ګولي له امله،دا اندېښنه زياتيږي، چي د نژدې ختیځ دسولي خبري په ټپه ودريږي.

ددې ناآرميو اصلي علت داو، چي وړمه ورځ د الاقصي جمات ته نژدې ديهودانو یو معبد افتتاح سو، چي له دې امله په لومړي سرکي د ختيځ بیت المقدس دخلکو ږغ پورته سو او بيا وروسته په زرهاو فلسطینيانو په بیت المقدس ، رامالا او د غزوې په تراډه کي هم خپل د اعتراض ږغونه پورته کړل.

څه نه څه 3000 اسرايلي پوليسو او امنیتي ځواکونو هڅه کوله، چي په لومړي سرکي په اوښکي بهونکي ګازو سره اوبيا وروسته د ربړي ګوليو او نورو وسايلو سره د مظاهره چیانو په مقابل کي عمل وکړي، مظاهره چیانو هم پر پوليسو باندي دډبرو ګوزارونه کول.

BBC/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل