1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د فلسطينيانو له پاره سياسي حل لاره نه شته»

۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر فلسطيني مهاجرو باندې د امريکا مالي بوديجه بنده کړه. خو د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی سازمان مشر، پیر کرهنبول وايي چې دوی به خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/36RCB
Pierre Krähenbühl
پیر کرهنبول وايي چې دوی به د فلسطيني مهاجرو له پاره خپل د مرستو ماموریت ته ادامه ورکويانځور: DW/B. Riegert

ښاغلی کرهنبول، په وروستيو ورځو کې د غزې په تراډه کې اعتراضونه شوي دي، ځکه تاسو خپل فلسطيني کارکونکي له خپلو دندو ګوښه کړي دي. ويل شوي چې د هغوي سيمه ايز دفترونه تر ګواښ لاندي دي. آیا دا د امريکا د حکومت له لورې د بوديجې د کمولو مستقيمه پايله نه ده؟

کرهنبول:  دا د همدغه اقدام مستقيمه پايله ده، ځکه خو موږ له بده مرغه دې ته اړ شولو چې خپل ۱۰۰ کارکونکي له کاره وباسو او د ډيرو نورو کارکونکو کاري ساعتونه ورلنډ کړو. دا د امريکا د مرستو د لغو کيدو له عواقبو څخه یو دی. دغه مسئله په ځانګړې توګه ځکه جنجالي ده چي، که چيري دغه کارکوونکي خپل کارونه له لاسه ورکړي، نو د هغوی له پاره د غزې په تراډه کې بله هيڅ چاره نه شته. د بيکارۍ کچه ډيره لوړه ده. تر۴۰ سلنې ډير خلک بې کاره دي، په ځوانانو کې تر۶۵ سلني ډير يې کار نه لري. زه دغه اعتراضونه او زموږ پر رهبرۍ باندې فشارونه او ګواښونه درک کوم. زه کولای شم عمومي وضعيت، احساسات او د کورنيو د بې کارۍ مفهوم درک کړم.

دویچه وله: امريکا متحد ايالات هم د اسرائيل په څير، له ډير وخت راهیسې د فلسطيني مهاجرو له پاره پر مرستندوي او د کارموندنې سازمان باندې تور لګوي چې له حماس سازمان سره چې د غزې په تراډه کې قدرت لري نژدې همکاري لري. دوی دغه راز ويلي دي چې داسې موازي جوړښتونه موجود دي چې ستاسو د سازمان کارکوونکي حماس ته هم کار کوي. آیا تاسو دغه ډول نيوکې منئ؟

کرهنبول:  نه، زه دا مسئله درک کولای نه شم. زه تل په هغه صورت کې چې مشخص موارد موجود وي، بحث ته تيار یم. تيرکال داسې يو مورد وو، داسې اطلاعات خپاره شول چې زموږ دوه کارکوونکي د حماس په سازمان کې په لوړو مقامونو کې په کار ګومارل شوي دي. موږ دغه موضوع وڅيړله، خو کله چې معلومه شوه دغه مسئله ناسمه وه، سمدلاسه مو په اقدام لاس پورې کړ. موږ خپل دواړه همکاران پرته له ځنډه اخراج کړل. مسئله د نړيوالې ټولنې له اعتماد سره تړلې ده. موږ بايد بې طرفه واوسو. موږ تل دغه کار کړی دی او په راتلونکې کې به هم ورته ادامه ورکوو.

Palästinenser im Tunnel im Gaza-Streifen Kämpfer der Al-Kassam-Brigaden
هغه پلويان چې د ناوړه استفاده ورڅخه کيږي: د حماس دوه تونلونه د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو ښونځيو لاندې تيريږيانځور: Reuters/M. Salem

دویچه وله:  همدا ډول په کراتو نيوکې شوې چې د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان د ۳۳  زره کارکوونکو په لرلو سره چې يوازې ۱۳ زره يې په غزې تراډه کې دي، ډیر يې بې کفايته دي. دا چې دغه سازمان يوازې په خپل حضور او مهاجرو ته د مرستو پر رسولو، د بحران په ادامه کې رول لري د دغه استدلال په اړه مو نظر څه دی؟

کرهنبول:  دلته دوې مسئلې دي چې يو له بله سره ګډې شوي دي. واقعيت دا دی چې موږ د يو سازمان په توګه داسې خدمات چې دولتي خدماتو ته ورته والی لري، وړاندې کوو. موږ يو بشپړ تدريسي سيستم تر نظارت لاندې لرو. که چيرته دا د امريکا سره پرتله کړو نو داسې دی لکه د نيويارک او لاس انجلس څخه وروسته دريم لوی ښار ته چې خدمت کوو. دا چې له څو لسيزو راهيسې هيڅ سياسي حل لاره نه ده موندل شوې، نو حاضر وخت موږ په خپلو ښوونځيو کې ۵۲۶ زره داسې زده کوونکي لرو چې ښوونکو ته اړتيا لري. موږ خپل ښوونکي په مستقيمه توګه په کار ګومارو او دوی د هغو کارکوونکو په پرتله لږ معاشات لري چې د ملګرو ملتونو د معاشاتو د چوکاټ له مخې معاشونه ترلاسه کوي. په دې برخه کې زموږ تمرکز پر محلي تنخواوو دی. په دې معنی چې موږ کفايت لرو. دا چې موږ د خلکو ملاتړ کوو په دې معنی نه ده چې موږ تاوتريخوالو ته لمن وهو. موږ بايد د هغوی ملاتړ وکړو، ځکه سياسي حل لاره نه شته. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ فعاليتونه په افغانستان او کولمبيا کې هم له دې متفاوته نه ول. تر هغه وخته پورې چې یوه سياسي حل لاره موجوده نه وي، خلک ګاونډيو هيوادونو ته پناه وړي. دا يوازې يو تازه سياسي حرکت ته اړتيا لري چې اوس نه شته.

دویچه وله  د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ وايي چې د فلسطيني مهاجرو له پاره پر مرستندوي او د کارموندنې سازمان باندې يې خپلې مالي مرستې درولي، تر څو له دې لارې فلسطينيان دې ته اړ شي چې د خبرو اترو ميز ته کښيني. آیا تاسو بايد دغه ستراتيژي په سيمه کې په نظر کې ولرئ؟

Israel - Palästina | Symbolbild UNWRA
د ملګرو ملتونه مرستندوي سازمان اوس فلسطينی مهاجرو له پاره نور مرستندويان پيدا کړي دي انځور: Getty Images/AFP/M. Hams



کرهنبول: دا يو داسې تصميم دی چې ستونزې زيږوي، ځکه په دې کې بشردوستانه مرستي سياسي کيږي. له دې ډول کاره بايد ډډه وشي. دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا متحده ايالتونو او د فلسطين د رهبرۍ تر منځ اختلافات رامنځ ته کيږي. تر اوسه پورې تل بشردوستانه او انساني مرستې په امان کې وې. تر اوسه پخپله په واشنګتن کې هم د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ د نظر اتفاق نه شته. البته زه ډير متاسف يم چې دا ډول يو تصميم اعلان شوی دی. اوس زموږ سازمان له نورو هيوادونو څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو له پاره يوه ډيره ځواکمنه استراتيژي جوړه کړې ده. زه ډير راضي يم، په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې، آلمان، د خليج او اکثرو آسيايي هيوادونو څخه. په دې برخه کې ډير مثبت بدلونونه راغلي دي.

دویچه ويله: تاسو په دې بريالي شوي ياست چې فلسطينيانو ته د ملګرو ملتونو د مرستندوی سازمان له پاره د امريکا د مرستو پر ځای نور مالي مرستندويان پيدا کړئ، آیا په دې سره به امريکايان خپل ځان ته زيان نه وي رسولی، ځکه هغوی به نور ستاسو په سازمان کې هيڅ اغيز ونه لري؟


کرهنبول: زما له پاره دا اهميت لري چې موږ د ملګرو ملتونو له مجمع څخه ماموريت ترلاسه کړی دی، همدا ډول د مرستندويو هيوادونو تنوع په یو مطلوب حالت کې دي. موږ خپل مرکز پراخ کړی دی. دا د هغه کړکيچ پايله ده چې موږ د روان کال په لومړيو کې ورسره مخامخ وو. موږ د امريکا متحده ايالتونو تر اعلان وروسته شاوخوا ۴۵۰ ميليونه ډالر له لاسه ورکړل. اوس مو دغه مالي خلا ۶۴ ميليونو ډالرو ته راښکته کړې چې دا يوه ښه نتيجه ده.

دویچه وله: تاسو په وروستيو کې ويلي دي چې پنځه ميليونه فلسطيني مهاجر چې تاسو يې ملاتړ کوی، خپلې راتلونکې ته ناهيلې شوي ښکاري، آیا تاسو له دې بابته واقعا ناهيلي ياست؟

کرهنبول: نه، زه معمولا يو خوشبينه انسان یم. خو زه وينم چې د مهاجرو په منځ کې اکثريت يې تر ۲۵ کلنۍ کښته دي. دوی د اسلو تر توافق وروسته دنيا ته راغلي دي. هغوی ته وويل شول چې يوازې باید سیاسي حل لارو او د ديپلوماسۍ پر قدرت باور ولري چې تر دې وروسته به د حل يوه لاره پيدا کيږي. خو دا ډول نه وو. تاسو وينۍ چې د دواړو هيوادونو حل لاره اوس د ورکيدو په حال کې ده.

UNRWA Palästina Hilfsorganisation
فلسطيني مهاجر د ښې راتلونکې ته په تمه دي، خو کرهنبول وايي دې کار له پاره د يو تازه سیاسي حرکت اړتيا ليدل کيږيانځور: Getty Images/AFP/J. Ashtiyeh


دویچه وله: د ملګرو ملتونو د يوه ديپلومات په توګه تاسو بې طرفۍ ته ژمن ياست، خو زه غواړم د خپلې شخصې ارزونې له مخې له تاسو وپوښتم: آیا تاسو په دې باور لرئ چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر به يو وخت يوه داسي حل لاره اعلان کړي چې ټولې خواوې پرې راضي وي؟

کرهنبول: موږ ټول بايد خوښ واوسو که دا ډول يو څه موجود وي. خو موږ تر اوسه دا ډول يو شی نه دی ليدلی. په دقيقه توګه د يو داسې پروګرام چې دا ډول مسئلو ته پکې ځای ورکړل شوی وي، هيڅ نښې نښانې نه ليدل کيږي. که دغې مسئلې ته د فلسطيني مهاجرو په سترګه وګورو، هغوی ته په لومړي سر کې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د ليږد او تر هغه وروسته د مالي مرستو د کمښت خبر ورسيد. دا هغه مسئلې دي چې د مهاجرو د راتلونکې له پاره پکې کومې هيلې نه ليدل کيږي او دا نه شي کيدای چې يوه حل لاره وي. هغوی دغه وضعيت ته د ناهيلۍ په سترګه ګوري او موږ هم په دې هکله انديښنې لرو. هيڅ وخت داسې يو پلان نه وو طرح شوی چې زموږ ماموريت دې تر نژدې ۷۰ کلونو کار وروسته په شديده توګه د يوې سياسي حل لارې سره تړلی وي. نن ورځ له سياسي حل لارې څخه مهم بل هيڅ شی نه شته، خو له بده مرغه دا په حاضر وخت کې ممکنه نه ده. له همدې امله زه ځان ته دا اجازه ورکوم چې ووايم موږ د دغي ټولنې له پاره خپل کار ته ادامه ورکوو.

۵۲ کلن پير کرهنبول چې د سويس دی، له ۲۰۱۴م کال راهيسې، د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د غړي په توګه کار کوي. د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان په۱۹۵۰م کال کې په کار پيل وکړ او په لبنان، سوريه، اردن او فلسطيني سيمو کې له شاوخوا ۵ ميليونه مهاجر سره مرسته کوي. د دغه سازمان کلنۍ بوديجه ۳،۱ ميليارده ډالر وه، خو امريکا متحده ايالاتو د روان ميلادي کال په پيل کې دغه سازمان ته د بوديجې له ورکړې څخه ډډه وکړه.

له آرشيف څخه انځوريز البوم: