1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو مايوسه کوونکي هيله مندی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

که د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس بوش د جمهوري رياست د دورې تر آخره پوري د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سولي يو قرارداد رامنځته نسي ، نو د منځني ختيځ دپاره سخت وختونه راتلونکي دي .

https://p.dw.com/p/DnmK
د فلسطينيانو مشر محمود عباس او جورج بوش
د فلسطينيانو مشر محمود عباس او جورج بوشانځور: AP Photo

په همدې پيغام سره د فلسطين جمهوررييس محمود عباس د امريکا د متحده ايالاتو ته سفر کړی دی ، او غواړي چه همدانن د بوش سره هم وګوري .

خو د سپيني ماڼۍ دپاره دغه پيغام حيرانونکی ندی . ځکه چي د اناپوليس د منځني ختيځ د سولي په کنفرانس کښي ويل سوی وه ، چي په منځني ختيځ کي بايد سوله ددې کال تر آخره پوري رامنځته سي . خو تر دغه کنفرانس پنځه مياشتي وروسته هم د سولي کم آثار وجودنلري ،او وروسته به هم شايد سوله ژر رامنځته نسي .

که څه هم محمود عباس داناپوليس ترکنفرانس وروسته څو واره د اسراييلو د صدراعظم اولمرت سره ليدلي دي ، خو دغو ليدنو کتنو کمه مشخصه نتيجه نده ورکړې ، او اسراييل دا هم نه پټوي ، چه د اناپوليس د کنفرانس هدفونه غير عملي دي ، او هغه ته رسيدل ممکن ندي .

لږ تر لږه هغه څه چه دمحمود عباس له نظره په اوسني حالت کښي پلاس راتلای سي ، دادي چه د سولي دپاره يو منل سوی چوکاټ رامنځته سي . دده له نظره په فلسطين کښي بايد خلګو ته بيرته د سولي په باب هيله مندي راپيدا سي ، او کنه نو هلته به د حماس اسلامي غورځنګ تقويه سي ، او بيا به د هغوي سره په هيڅ صورت د سولي په باب يو چوکاټ رامنځته نسي .

محمود عباس به کوښښ وکي چه امريکاييانو ته وښيي ،چه د سولي د پټپه دريدو عوامل کم دي ، او اسرايیلو هيڅ خپل يو مکلفيت ندی تر سره کړی :

پداسی ډول چه په غربي اردن کښي يوازي يوه کوچنۍ سرحدي پوسته له منځه تللې ده ، او اسراييلو د ناقلينو دکورونو د جوړولو سياست ته نتنها خاتمه ورکړې ده ، بلکه هغه ته يې پراختيا هم ورکړې ده ، او د فلسطيني سيمو او د حماس د فعالينو پر ضدد اسراييلو پوځي عمليات اضافه سوي هم دي ، چه په حقيقت کښي اوس دغه کشمکشونه په يوه جنګ بدل سوي دي .

محمود عباس د حماس پر ردولو او انتقاد کولو سربيره په قاطعيت سره د اسراييلو پوځي عمليات وغندل . ځکه دی بايد داسي وښيي چه د واشنګټن او بيت المقدس د لاس آله نده .

په همدې ډول به محمود عباس په واشنګټن کي کوښښ وکي چه د امريکا متحده ایالات بالاخره د خپل قدرت څخه استفاده وکي ،او اسراييل دې ته مجبوره کي چه د ناقلينو دکورونو د جوړولود سياست څخه لاس واخلي ،او يا دي د فلسطينيانو دپاره د ژوندانه شرايط آسانه کي .

خو جمهوررييس بوش چه د اسراييلوډير وفاداره دوست دی ، دا به د امکان څخه ليري وی ، چي دخپلي جمهوري ریاست د دورې په آخره کي دي خپل موقف ته تغير ورکي

او پدې ډول ددې خطر موجود دی چه که نن اسراييل او متحده ایالات محمود عباس او معتدله فلسطينيان نه حمايه کوي ، بله ورځ به د حماس سره مخامخ وي