1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو په سيمه کې اسرائيليانو ته ۳۰۰۰ کورونه جوړيږي

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د اسرئيلو حکومت بالاخره د فلسطينيانو په سيمه کې د اسرئيلي ناقلينو له پاره د نورو ۳۰۰۰ کورونو د جوړولو اجازه ورکړې ده. د ۲۰۰۰ کورونو په جوړولو به سملاسي پيل وشي.

https://p.dw.com/p/2WlmS
Westjordanland israelische Siedlung Ofra bei Ramallah
انځور: Reuters

د راپورونو له مخي د دفاع وزير اويدګور ليبرمن، او لومړي وزیر بنيامن نتنياهو، د اردن سيند پر لوېديځه غاړه کې د مېنو جوړولو اجازه ورکړې ده.

اوس هم د اردن سيند پر لوېديځه غاړه او د بيت المقدس په ختيځ کې چې د عربانو سيمه ده، تر۲۰۰ په زياتو آبادو شويو سيمو کې کابو ۶۰۰ زره اسرائيليان اوسي. د فلسطينيانو په سيمو کې د اسرائيليانو له پاره مېني آبادول د منځني ختيځ د شخړي د حل لارې ستر خنډ دی. د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دسمبر مياشت کې د اسرائيلو له خوا د مېنو پر جوړولو د بشپړ بنديز لګولو غوښتنه کړې وه.

خو په دې وروستيو کې امریکا متحدو ايالاتو يووار بيا د اسرائيلو د ښی اړخه کابينې ملاتړ کړی. د امريکا نوی ولسمشر دونالد ترمپ، د خپل سلف بارک اوباما، برعکس د اسرائيلو له لومړي وزیر بنیامن نتنياهو سره همنظری دی. ترمپ دا هم ويلي ول چې د امريکا سفارت دي له تل ابیب څخه بيت المقدس ته انتقال شي. په دې موخه لومړۍ خبري اتري هم شوي دي.

همدا يوه اوونۍ ترمخه د اسرائيلو حکومت د اردن سيند پر لويديځه غاړه د ۲۵۰۰ نويو کورونو جوړولو اعلان وکړ. تر دې لږ مخکې یې د بیت المقدس په ختيځ کې هم د۵۶۰ نويو کورونو جوازونه ورکړي ول.

د امونا سيمه بايد تخليه شي

د۳۰۰۰ نويو کورونو جوړولو له اعلان سره سم د امونا سيمي د تخلیې له پاره هم چمتو والی نيول شوی دی. د اردن سيند د لويديځې غاړي په دې سيمه کې اسرائيلي وګړو د فلسطينيانو پر شخصي ځمکو د حکومت بې اجازې کورونه جوړ کړي ول. د سيمې له ۳۳۰ یهودو اوسيدونکو څخه پوځ غوښتنه کړې وه چي په ۴۸ ساعتو کې دې له خپلو کورونو ووځي. پوځ ويلي دي چې که اړتيا وه، مداخلې ته چمتو دي.

د اسرائيلو ستري محکمې لارښونه کړې وه چې د فلسطينيانو له کوچني ښار سلواد، سره نژدې پرته دا سيمه دې د فيبرورۍ مياشتي تر ۸ نيټې پورې خالي کړل شي.

نور مطالب: