1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطيني بنديانو دريمه ډله آزاده سوه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

اسراييلو د ملاقاتو مطابق د فلسطيني بنديانو دريمه ډله هم آزاده کړه. تر دې دمخه د اسراييلو ستري محکمې د بنديانو پر آزادۍ باندي له سره غور کول رد کړي ول. خو بيا هم اوس داسي ښکاري چي نوی جنجال به رامنځته سي.

https://p.dw.com/p/1AjKU
انځور: Reuters

د بنديانو لومړي اته تنه د دوشنبې په ماښام په لوېځ اردن کي د «Ofer» زندان څخه آزاد سول. له دوی څخه د درو تنو کورنيو يې په غزې تراډه کي د هغوی هرکلی وکړ او پنځه تنه يې په ختيځ بيت المقدس کي خپلو کورنيو ته ولېږل سول. تر دې وروسته په څو ساعتونو کي ۱۸ تنه نور فلسطيني بنديان هم آزاد سول.

د دغو فلسطيني بنديانو د آزادۍ پرضد هغو اسراييلي کورنيو شکايت وکړ چي د کورنۍ غړي يې په ترهګرو بريدونو کي وژل سوي دي. دوی دغه فلسطيني بنديان «يوه ساعتي بم ته ورته وبلل، چي هرچيري وي چاودي او خلک وژني.» د دغو بنديانو ډېری يې د ملکي وګړو او اسراييلي عسکرو د وژلو په تور محکمه سوي ول او لږ تر لږه ۱۹ کاله يې په بندي کي تير کړي ول.

د اسراييلي قربانيانو د کورنۍ غړي
د اسراييلي قربانيانو د کورنۍ غړيانځور: Reuters

په بيت المقدس کي د اسراييلو ستري محکمې د فلسطيني بنديانو پر آزداۍ باندي له سره غور کولو غوښتنليک په دې اساس رد کړ چي په يوه سياسي تصميم کي دخالت کولای نه سي. د اسراييلو ډيری اعتراض کوونکو د دغه هيواد د ستري محکې مخي ته د خپلو کورنيو د قربانيانو د انځورونو په پورته کولو سره خپل غبرګون وښود.

اسراييلو له فلسطينانو سره د سولي د خبرو اترو د بيا پيلېدو په خاطر د روان کال د جولای مياشتي په وروستيو کي اعلان وکړ چي په څلورو پړاونو کي به د آوږدې مودې ۱۰۴ تنه فلسطيني بنديان آزاد کړي. د بنديانو لومړۍ دوې ډلي د دغه کال په اکست او اکتوبر مياشتو کي خپلو پښو ته ايله سوې.

کېړي د حل لاره لري؟

د پنجشنبې په ورځ يوار بيا سيمي ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېړي د ورتګ تمه کيږي. دا به په يوه کال کي د هغه لسم سفر وي چي دغي سيمي ته يې کوي. په پلان کي ده چي کېړي به د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او فلسطينيانو له مشر محمد عباس سره خبري اتري ولري.

د رسنيو د راپورونو له مخي داسي ښکاري چي کېړي قصد لري د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ جنجال د حل و فصل کولو له پاره د يوې توافقنامې چوکاټ جوړ کړي.