1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطين اقتصادي بُحران

حسن » بری «۱۳۸۵ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د فلسطين په پارلاماني ټاکنوکې د حماس د راديکال اسلامي گوند تربرياليتوب وروسته، اروپايي ټولنې او د امريکامتحده ايالتونو، د حماس ترمشرۍ لاندې، د فلسطين خپلواکې ادارې ته خپلې مالي مرستې بندې کړې او اسرائيل فلسطيني حکومت ته گمرکي محصولات او په اسرائيل کې د فلسطيني کارگرانوماليې نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/DMra
انځور: AP

خوپه بيت المقدس کې د انساني مرستو د همغږه کولولپاره د ملگروملتونو د دفتر د مخکې وينې يا پيشگويی له مخې، که چيرته دغه حالت دوام وکړي، نوپه فلسطين کې به خلک په ډيرې چټکۍ سره بيوزلي شي، ښوونځي اوروغتونونه به خپلې دندې سرته نشي رسولای، عامه خدمتونه لکه د چټلۍ يافُضله توکو پاکول يا د خيرنواوبوايستل بايدپه لويه کچه محدود شي اوعمومي نظم به له مينځه لاړشي.

د بيوزلو د شميرلوړيدل
همدااوس ٪٥٦ فلسطينيان د بيوزلۍ ترحد په ښکته شرايطوکې ژوندکوي اوبايد په ورځ کې د سړي سر له څه کم دوو امريکايي ډالرونه ژوند وکړي. دغه شمير د خلکوتقريباً ٪٧٥ ته رسيدلای شي. په بيت المقدس کې د انساني مرستو د همغږه کولولپاره د ملگروملتونو د دفترمشر ډيويډ » شيرر «، د خپلې ټولنې ترټولونوې څيړنې ته په گوتې نيولوسره، د لويديځوهيوادونو د هغه تصورله کبله اخطارورکوي، د کوم له مخې چې دغه هيوادونه فکرکوي چې، د فلسطين خپلواکې ادارې ته له پاملرنې پرته، فلسطينيانوته د مستقيمې مرستې له لارې، د دغه بحران د گواښ مخنيوی کولای شي.