1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

140708 USA SOF

۱۳۸۷ تیر ۲۴, دوشنبه

د امريکايي ځانگړو ځواکونو دا شهرت او نوم چي نه ليدل کيږي او نه ماته خوري، د 1980 ميلادي کال د اپريل په مياشت کي له منځه ولاړی.

https://p.dw.com/p/EcFU
امريکايي عسکر
امريکايي عسکرانځور: AP

(تېره شپه مي په ايران کي يو ډېر ښه پلان سوی عمل په ټپه ودراوه.)

دا خبره د امريکا پخواني مشر جيمي کارتر په خپل وخت کي د هغه ناکام کوښښ په هکله وکړه، چي غوښتل يې په تهران کي د ايراني محصلانو لخوا د امريکا په سفارت کي يرغمل نيول سوي امريکايان آزاد کړي. يو ناورين و کم چي، د کارتر سياسي چال چلند او تر هغه وخته پوري بې نوم او نښانه د رانجر، دلتا-ځواک، سمندري نهنگونو، شنې خولۍ يونټونه او قطعې ټوله قرباني سوې.

د USSOCOM قرارگاه او د فلوريدا د ايالت په ټمپا نومې سيمه کي د Special Operation Forces ياني د ضربې د ځواک مرکزي قرارگاه جوړه سوه.

د امريکا د دفاع وزيررابرت ګيټز
د امريکا د دفاع وزيررابرت ګيټزانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو د اوسني دفاع وزير رابرت گيټز تر ادارې لاندي اوس دې قرارگاه د مخکني وزير دونالد رامس فيلډ له سياست څخه واټن نيولی، او وړې وړې دندي په مستقيمه توګه تر ادارې او قوماندې لاندي نه نيسي، بلکي د مرکزي همآهنگ کوونکي قرارگاه په توگه فعاليت کوي، کمه چي د دوديزو نظامي دندو تر څنگ د هغه يو څه غم هم خوري، کوم ته چي دلته غيرمستقيمه جگړه ويل کېږي، په دې مانا چي: له ملگرو ځواکونو سره روزنيزه مرسته، بشري مرستي رسول او په هغو سيمو کي چي د ترهگرو ځاله بلل کيږي د ملکي ادارو بيا رغونه او پر پښو درول دي.


اوس کم څه چي نوي پکښي زيات سوي دي، هغه آزاد کار دی، چي لږترلږه سړی کتلای سي چي د پردې ترشا څه روان دي. ډگروال هانس بوش، يو رانجر، څوک چې نږدې 50000 کسان تر لاس لاندي لري او د کال پانگه يې شاوخوا7 ملياردو ډالرو ته رسيږي، هغه اندازه چي د امريکا د کلنۍ نظامي پانگي په سلوکي 1,6 برخه جوړوي، د ځانگړو ځواکونو يا ضربې د قوې د رول او نقش په هکله څرگندوي:«کوم دليلونه چي د دې نوي قرارگاه د جوړېدو سبب سوي، ټول ورځني او نوي دي، موږ به په راتلونکي کي هم له يوې نامنظمي جگړې سره مخامخ کېږو».

د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوش
د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوشانځور: AP

جگړه له يوه نه ښکارېدونکي دښمن سره پېښيږي، چي په کوچنيو کوچنيو ډلو سره عمليات کوي، ناڅاپه حملي کوي، د ليري څخه کنترولېدونکي بمونه ږدي، پر ټولنيزو ودانيو باندي بريدونه کوي او د ملکي کسانو په قربانيو باندي باک نه کوي.له داسي خطرونو سره يوازي د رامبو په اصول سره مبارزه نه سي کېدای. په دې کلمو سره بوش د ځانگړو ځواکونو اهميت ته ورنږدې کيږي او دا چي بيا هم د مټو زور په کار دی، خو سر او ماغزه ترهرڅه د زيات اهميت وړ دي.

بوش وايي:«دا د چالاکو او ځيرکو کسانو کار دی. البته دوی هم ښايي بدني توان ولري، ولي موږ کله کله په يوازي سر پرته له هر ډول مرستندوی څخه عمليات سر ته رسوو او بايد چي خپل جنگي تجهيزات پياوړي سي. خو د فلم اتلان بيا داسي نه ښکاري لکه حقيقي جنگيالي. دوی نورمال مگر پياوړي او ډېر هوښيار دي».

دې ځاگړي اپراتيفي قطعې ته د معمولو قطعو څخه سرغنه عسکر غوره کيږي او ترڅو کالو تعليم او تربيې وروسته جگړې ته چمتو کيږي.

بوش وايي:« د ياغيانو سره جگړه موږ ته کوم نوی شی نه دی او موږ ښودلې ده، چي پر بريالي کېدلای سو.په عراق کي موجوده پرمختگ د دې شاهد دی».