1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلم د ثبت پر مهال یو لوبغاړی ومړ

۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبه

د The Expendables 2 د ثبت پرمهال یو لوبغاړي خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هالیود د دغه فلم د ثبت چاروي په بلغارې کې پر مخ بیول کیږي. د دغه فلم لومړۍ برخه د ۲۰۱۰ کال په وروستیو میاشتو کې په سینماګانو کې وښودل شوه

https://p.dw.com/p/138O4
د Expendable 2 لومړۍ برخه په ۲۰۱۰ کال کې سینماګانو ته راغله
د Expendable 2 لومړۍ برخه په ۲۰۱۰ کال کې سینماګانو ته راغلهانځور: AP

د یوه تلویزیوني چاینل په حواله د سیلویستر ستیلیون چې په افغانستان کې یې ډیری خلک د «رانبو» په نوم پیژني د راتلونکې فلم د ثبتولو پر مهال یو لوبغاړی لومړی سخت ټپي شو او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ستیلون تیر کال خپل وروستۍ فلم د The Expendables تر نوم لاندې بازار ته عرضه کړ. هغه په خپله دغه فلم جوړکړی وو او په کې یې یو مهم رول هم درلود.

ستیلون په افغانستان کې ډیری خلک د رانبو په نوم پیژني
ستیلون په افغانستان کې ډیری خلک د رانبو په نوم پیژنيانځور: picture-alliance/ dpa

اوس د دغه فلم پر دویمې برخې هم کار روان دی. د دغه فلم په دویمه برخه کې د هالیود مشهوره لوبغاړې لکه پخپله ستیلون، ارنولود، بروس ویلس، ویندم او ډیری نور لوبغاړي حضور لري. د فلم دایریکټر سیمون ویست دي او لګښت یې هم سل میلیونه ډالر تخمین شوی دی.

په هالیود کې ډیری ځلي د فلم اصلي لوبغاړې خطرناکې صحني نه اجرا کوي. د دوی پر ځای ځیني نور مسلکي کسان دغه صحني اجرا کوي چې بیا په فلم کې داسي ښکار کیږي چې صحنه د اصلي لوبغاړې لخوا اجرا شوي ده. هغو لوبغاړو ته چې خطرناکې صحني اجرا کوي Stuntman وایي.

د رپورټونو په حواله د The Expendables 2 د ثبتولو پر مهال یو «ستنت من» هغه وخت سخت ټپې شو چې د فلم د یوې صحني لپاره یوه چاودنه رامنځ ته شوه. دغه ستنت من د تپي کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د فلم مسؤلینو د پیښې پخلی کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې دوی ګرم نه دي.

د The Expendables 2 د فلم د ثبتولو چارو په بلغاریا کېږې او د راتلونکې کال د اوړې په اخرو کې به د سینما پردو کې ښکاره شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل