د فلوریډا په يوه ښوونځې کې ۱۷ تنه په ډزو وژل شوي
۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبهبرید کوونکي د چهارشنبې په ورځ په فلوریډا کې په ښوونځې کې پر زده کوونکو ډزې کړي دي چې لږ تر لږه پکښې ۱۷ تنه وژل شوي دي. په متحده ایالاتو کې د ډزو په دغه تازه پيښه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.
د رپوټونو له مخې برید کوونکي د ښوونځې تر رخصتي لږ څه دمخه په «پارک لنډ» سیمه کې د «مارجوري ستونمن دوګلس ښوونځې» کې پر زده کوونکو ډزې کړي دي. دغه سیمه له میامي څخه د شمال پر لور شا او خوا د ۷۵ کیلومترو په واټن کې موقعیت لري. په سلونو ماشومان د وارخطایي په حالت کې له ښوونځي څخه په تیښته ول او نورو ځانونو په صنفونو کې پټ کړي وو.
د برووارډ سیمې د پولیسو مشر سکاټ اسرائیل، ویلي دي چې د لویانو او شاګردانو په شمول ۱۷ تنه وژل شوي دي. د هغه په خبره ۱۲ تنه د ښوونځي دننه وژل شوي، دوه تنه دباندې، یو تن پر سړک او نورو دوو تنو په روغتونو کې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړې.
تر پیښې شا او خوا یو ساعت وروسته شکمن کس چې د نیکولا کروز په نامه یاد شوی دی، د ښوونځي په انګړ کې نیول شوی دی. د پولیسو مشر اسرائیل، ویلي چې دغه ۱۹ کلن ځوان د ښوونځي پخوانی زده کوونکی دی چې کړکیچنه ماضي لري او په تیر وخت کې له ښوونځي څخه اخراج شوی وو.
د هغه په خبره کروز د مرمیو له یو شمیر شاجورونو او د AR-15 ډوله وسلې سره نیول شوی دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټویټر په پیغام کې د پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلې یې دي چې له ګورنر رک سکاټ سره په اړیکه کې دی.
د څرخې الوتکې په ویډیويي انځورونو کې لیدل کیږي چې د ښوونځي له ودانۍ څخه د ځانګړو ځواکونو د غړو له خوا زده کوونکي راایستل کیږي.
د ماشومانو میندې او پلرونه هم ښوونځي ته څیرمه راټول شوي وو چې له خپلو ویریدلو ماشومانو سره وویني. یو شمیر ماشومانو خپلو میندو او پلرونو ته د لنډ تلیفوني پیغامونو له لارې د پیښې خبر ورکړی وو.
یوازې په روان میلادي کال کې په متحده ایالاتو کې تر اوسه په ښوونځیو کې د ډزو ۱۸ پیښې رامنځ ته شوي دي. په دغه څه کې ځان وژنې او هغه پیښې هم شاملي دي چې هیڅوک پکښې نه دي ژوبل شوي.
زموږ له آرشیف څخه: