1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د فهيم او سياف ترمنځ د پارلمان د ريس پر سر شخړه سوې»

۱۳۸۹ اسفند ۳, سه‌شنبه

د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي يوي باوري سرچيني نن دويچه ويله ته ومنله چي د پارلمان د ريس د څوکۍ پر سر د حامدکرزي د لومړي مرستيال قسيم فهيم او عبدالرب رسول سياف تر منځ شخړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/R30y
د کرزي مرستيال قسيم فهيم
د کرزي مرستيال قسيم فهيمانځور: AP

دغه دوې څيره په حکومت او پارلمان دواړو کي پراخ نفوذ لري.

د پارلمان د ريس د ټاکني لپاره په تيرو دوو مياشتو کي اته ځله سيالي وسوه خو هيڅ يو نوماند د کافي رايو په تر لاسه کولو و نه توانيد.

سرچيني وويل چي د سياف او قسيم فهيم ترمنځ لفظي شخړه هغه مهال رامنځ ته سوه چي، مارشال فهيم قانوني ته د ولسي جرګې د رياست د چوکۍ د سپارلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر په تيره يوه مياشت کي د ملي شورا د رياست د بې سرنوشتۍ په باب خپله شديده انديښنه څرګنده کړې او پر وکيلانو يي ږغ کړی چي له پوره هوښيارۍ څخه کار واخلي.

کرزي ويلي چي يو شمير بهرنۍ کړۍ غواړي په دي کار سره د افغانستان پارلماني انتخابات د ولسمشريو ټاکنو په څير بدنامه کړي.

دا هغه خبره ده چي د پارلمان په دننه کي يي هم يو شمير وکيلان پر ځای بولي.

خو د تيري ولسي جرګي مشرمحمد يونس قانوني چي په تيره يوه مياشت کي يې څلور ځله له ولسمشر سره کتلي وايي د پارلمان د ريس د ټاکلو په باب هره کيدونکي پريکړه به د پارلمان په دننه کي تر سره کيږي.

قانوني هغه ګنګوسې هم رد کړې چي ګواکي د ولسمشر له لوري عبدالرب رسوال سياف ته د پارلمان د رياست د چوکۍ د پريښودو په بدل کي ورته د بهرنيو چارو د وزير د څوکۍ ژمنه ورکړل سوې ده.

د ارگ سرچينې له دويچه ويله سره په خبرو کي په دې باب د قانوني او ولسمشر تر منځ سوي خبري هم رد نه کړې.

خو په خپله قانوني بيا دغه څرګندوني بي اساسه بولي.

همدا اوس اوس د ولسي جرګې د ريس د ټاکلو لپاره د يوه کړن لاري د جوړولو لپاره يوه شپيته کسيز کمېسيون چي پکښي د هر ولايت شاوخوا دوه دوه وکيلان ګډون لري جوړ سوی دی.

دغه کمېسيون ته دنده سپارل سوې چي د چهارشنبې ترورځي پوري په دې برخه کي پر يوه واحد طرز العمل هوکړه وکړي چي له مخه به يې د رياست لپاره پيل سوي لانجي ته د پای ټکی ايښودل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل