1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوايد عامي مرستيال وزير آزاد سو

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د فواید عامې وزارت مرستیال وزیر د برمته کوونکو له ولکې څخه آزاد کړی دی. دغه دولتي چارواکی په کابل کې تښتول شوی وو.

https://p.dw.com/p/1Bnrv
انځور: DW

د فواید عامې وزارت مرستیال احمد شاه وحید، تر دې مخکې د خیرخاني سیمي ته څرمه د نامعلولو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی وو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «احمد شاه وحید د چهارشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت له نجراب وسلوالۍ څخه ژغورل شوی دی.»

د کاپیسا ولایت کابل ته څرمه پروت دی. تر دې مخکې د وحید برمته کوونکي د دوشنبې په ورځ د ژغورني له یوه لړ عملیاتو څخه بچ شوي ول. صدیقي زیاته کړې ده: «مرستیال وزیر په ښه روغتیایي حالت کې دی او کوم جدي ټپ نه لري.»

وحید لس ورځي مخکي له کابل څخه د نا پیژندل شویو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی وو. په دې پیښه کي د هغه موټر چلوونکی د تیښتي د هڅي پر مهال ټپي شوی وو. طالبانو د دغه دولتي چارواکي د برمته کیدو په پیښه کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر، ویلي دي چې د ژغورني د عملیاتو پر مهال ۲۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي. هغه روښانه کړې ده چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د برمته کووني د پیښي اصلي پلان جوړونکی هم شامل دی.

د پولیسو دغه چارواکي روښانه کړه چې د نیول شویو کسانو په ډله کې یو داسې کس هم شامل دي چې تر دې مخکې یې هم د یرغمل نیوني په پیښو کې لاس لاره. د ظاهر په خبره دغه کس درې واري د پولیسو له خوا نیول شوی، خو بیا بیرته له کومي لاري آزاد شوی وو.

په افغانستان کې کله نا کله دولتي چارواکي او سوداگر تښتول کیږي. په ځینو مواردو کې پر دولتي چارواکو باندي د برمته نیونې په پیښو کې د ښکېلتيا تورونه هم لگول شوي دي.