1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فولکس واګن پخوانی مشر د ورځي ۲۷۰۰ یورو تقاعد اخلي

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

د اقتصاد د يوې آلمانۍ مجلې په حواله د فولکس واګن پخوانی رییس، ماتیاس میولر د میاشتي تر ۸۰۰۰۰ اضافه تقاعد اخلي، چي د ورځي تقریبأ ۲۷۰۰ یورو کیږي. دغه محاسبه د هغه د ۲۰۱۶ م کال معاش له مخي سوې ده.

https://p.dw.com/p/3eW1C
Euro Banknoten und Geldbündel
انځور: picture-alliance/Zoonar/Wolfilser

د «بزنیس انزایدر» په نوم د اقتصاد مجلې نن دوشنبه (د جون میاشتي ۲۹ مه) رپوټ ورکړی دی، چي د فولکس واګن د پخواني رییس، ماتیاس میولر د تقاعد دغه محاسبه د هغه د ۲۰۱۶ م کال معاش له رویه تر سره سوې ده. هغه په دغه کال کي ۱،۵۸۶ ملیونه یورو معاش درلود، چي اوس یې۶۲ فیصده د تقاعد په حیث ورته ورکول کیږي. ددغي فیصدۍ پر اساس هغه ته اوس د میاشتي ۸۱۸۰۰ یورو تقاعد ورکول کیږي.

په دې سره بیا هم هغه د همدغه شرکت تر یو بل مهم منیجر، مارتین وینټر کورن لږ تقاعد اخلي، کوم چي د ورځي ۳۱۰۰ یورو ته رسیږي.

 

ماتیاس میولر، چي د شرکت سره یې قرارداد اصلأ په ۲۰۲۰ م کال کي پای ته رسیده، د ۲۰۱۸ م کال کي په اپریل میاشت کي د خپل مقام څخه لیري او باید استعفأ یې ورکړې وای. په دې خاطر ورته د ۱۷،۸ ملیونه یورو یو ډول یوواري جبران خساره هم ورکړل سوه.

زموږ له آرشيف څخه: