1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال  ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له افغانستانه ووتل

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د فوټبال  شاوخوا ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له خپلو کورنیو سره د کابل له هوایي ډګره دغه هیواد ته لیږدول شوي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هم دغه خبر تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/41ivm
Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د فوټبال  شاوخوا ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له خپلو کورنیو سره د کابل له هوایي ډګره دغه هیواد ته لیږدول شوي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هم دغه خبر تائید کړی دی.

بریټانیایي رسنیو ویلي چې په دغه پرواز کې شاوخوا ۲۰ تنه ښځینه لوبغاړې هم شاملې وې.

دغه کسان د فوټبال د نړیوال فدراسیون د هغو خبر اترو په پاېله کې چې د قطر له چارواکو سره یې درلودې راایستل شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوة رشید محمد الخاطر، په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي «له کابل د مسافرانو اتمه الوتنه قطر ته ورسیده.»

نوموې ویلي: «په دغه پرواز کې تر ټولو ډیر ۳۵۷ کسان سپاره ول چې پکې د نیوزلینډ وګړي هم شامل ول.

دغه راز ۱۰۰ افغان لوبغاړي چې ښځینه هم پکې شاملې دي له کورنیو سره په دغه پرواز کې ول.»

Katar Lolwah Al-Khater, Sprecherin Außenministerium
د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله لولوة الخاطرانځور: Getty Images/AFP

   وروسته له هغې چې په اګست میاشت کې طالبانو افغانستان ونیوه د فوټبال نړیوال فدراسیون د فوټبال او د ورزش برخې د نورو لوبغاړو د ایستلو په اړه په مذاکراتو بوخته ده.

د بایسکیل ځغلونې نړیوال سازمان "یو سی آی" هم روانه اونۍ ویلي وو چې له ۱۶۵ کسانو سره يې په وتلو کې مرسته کړې ده چې د افغانستان د بایسکیل ځغلونې ښځینه لوبغاړې، خبریالان او د بشري حقونو یو شمیر فعالان هم پکې شامل دي.

قطر: د طالبانو کړنو ته په کتو باید د هغوی په اړه قضاوت وشي

آسټرالیا هم له ۵۰ ډیرې ښځینه ورزشکارانې او د هغوی د کورنې غړې په اګست میاشت کې را ایستلې وې.

له دوی څخه یې څو تنو د فوټبال لوبغاړو بیا پرتګال کې پناه واخیسته.

وروسته له هغې چې طالبان افغانستان کې واک ته ورسیدل په ټولنیزو او فرهنګي او ورزشي برخو کې یې محدودیتونه وضع کړل.

قطر: بې تضمينه د کابل هوايي ډګر مسؤليت پر غاړه نه اخلو