1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوکوشيما تخليه سوې سيمه بايد نوره هم پراخه سي

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د اټومي انرژۍ نړيوال څارونکو او د ګرين پيس په نامه د چاپيريال ساتني سازمان د جاپان حکومت ته مشوره ورکړې چي ددغي دستګاه پر شاوخوا ساحه چي تر اوسه ۲۰ کيلومتره د اوسيدونکو څخه خالي سوې ده ، ۴۰ کيلومتره ته پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/REDh
ددغو وړانگو اندازه چي تر اوسه پوري ۳،۳۰۰ وه د پنجشنبې په ورځ تقريباً ۴،۵۰۰ ته رسيدلې ده.
ددغو وړانگو اندازه چي تر اوسه پوري ۳،۳۰۰ وه د پنجشنبې په ورځ تقريباً ۴،۵۰۰ ته رسيدلې ده.انځور: picture alliance/dpa

په فوکو شيما کي هر څه په ټپه ولاړ دي کارگر کار نه سي کولای او څوک د بيري شي ته لاس نه سي ور وړای اوس هلته د نورو زلزلو تکانونه هم سوي او کيږي.

يو کارگر چي د زيانمني سوي اټومي بټۍ څخه کار کوي وايي « موږ ددي امکانات نه لرو چي سم خوب وکړو. موږ يا پر مځکه بيديږو او يا يوې چوکۍ ته تکيه کوو او سترګه پټوو. موږ نه سو کولای چي ځانونه پريمينځو. د ځان د پاکولو دپاره د مرطوبو دستملانو څخه استفاده کوو. د ويښتانو د مينځلو دپاره د يو ډول وچي شامپو څخه کاراخلو.»

دا چي ددوی د ژوند شرايط به په نژدي راتلونکي کي بدل سي او که نه ، دا لا معلومه نه ده.

د اټومي انرژۍ نړيوال څارونکو او د ګرين پيس په نامه د چاپيريال ساتني سازمان د جاپان حکومت ته مشوره ورکړې چي ددغي دستګاه پر شاوخوا ساحه چي تر اوسه ۲۰ کيلومتره د اوسيدونکو څخه خالي سوې ده ، ۴۰ کيلومتره ته پراخه کړي. خو هغه تر اوسه پوري ځان ناګمانه اچولی دی.

ددغو رياکتورونو پر شاوخوا باندي راديو اکتيفي شعاوي وار په وار زياتيږي. ددغو وړانگو اندازه چي تر اوسه پوري ۳،۳۰۰ وه د پنجشنبې په ورځ تقريباً ۴،۵۰۰ ته رسيدلې ده. او اوس پکښي د يود په نامه وړانگه هم تثبيت سوې ده.

همدارنګه ددغي دستګاه څخه ۴۰ کيلومتره ليري هم د کيزيوم په نامه شعاع چي ډيره خطرناکه هم ده تاثير يي ليدل سوی دی. نو که يو څوک د هغه ځای څخه ونه وزي امکان لري چي صحت ته يې تاوان ورسيږي.

داسي ښکاري چي تر اوسه لا جاپاني کارپوهان پر دي، نه دي بريالي سوي چي ددغي اتومي دستګاه د بټيو کنترول په خپل لاس کي واخلي.

د تيپکو د شرکت د اداري شورا رييس کت زموتا په دې اړه وايي: «په اوس وخت کي حالت داسي دی چي تر اوسه پوري خپل هغه هدف ته چي دغه دستګاه دي کاملاً سړه کړای سو ، نه يو رسيدلي.» ددي کار مشکل په دي کي دی چي د يوې خوا بايد دهغه اور په اوبو باندي مړ سي او د بلي خوا بايد په راديو اکتيفو شعاوو ککړي اوبه بيرته بحر ته پمپ نه سي.

تر اوسه لا سړی په دي نه پوهيږي چي په راديو اکتيفو شعاوو ککړ مايعات بايد چيري پمپ سي. داسي ويل کيږي چي ددغي دستګاه اوله او څلورمه برخه به د سره جوړه سي خو شپږمه او پنځمه برخه به همداسي پاته وي. خو ځيني سياستوال او د فوکوشيما ښاروال بيا وايي چي په جاپان کي بايد د اتومي انرژۍ سياست د سره پيل سي.

هورست/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل