1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي وضعيت تر کنترول وتلی

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

په دوو بټيو کي د اورلگيدني له امله د اټومي وړانگو کثافت لوړ سوی او نن په دغو دستگاوکي کارگرانو خپل کار ودراوه. ځکه کوم اور چي په سونگ موادو کي لگېدلی د هغه وژل نا ممکنه دی.

https://p.dw.com/p/R9ej
د فوکوشيما اټومي بټۍ
د فوکوشيما اټومي بټۍانځور: AP

په داسي حال کي چي د فوکوشيما په اټومي دستګاه کي وضعيت تر کنترول وتلی او په سيمه کي د هستوي وړانګو فشار وار په وار ډيريږي، د جاپان د شمال ختيځ په سمندري څنډو کي، چي د روان ناورين سيمه ده، د ژغورني هلي ځلي رواني دي.

د جمعې د ورځي د سمندري توپان يا سونامي له امله په ويجاړ سوو کليو او بانډو کي عسکر د پيښي د قربا نيانو په لټه کي دي. تر ناورين پنځه ورځي وروسته ډيري لږي هيلي موجودي دي چي کوم يو انسان دي ژوندی وموندل سي.

د جاپان د تلويزوني شبکې، NHK د يو رپوټ له مخه د مړو او تري تم شوو انسانانو شمير اوس 11 زرو ته لوړ سوی دی. له مصيبت څخه ژوندي پاته سوي خلک هڅه کوي چي په خپلو مټو د نوي ژوند لپاره نوی بندو بست وکړي.

د ټولو ويجاړتياوو سره سره د سيمي د اطفائيي کار کونکي خلکو ته هيله ورکوي او وايي چي دلته به بيا ژوند پيل سي، ويجاړي سيمي به بيرته وداني سي.

د پيښي د عيني شاهدانو د وينا له مخه د جاپان په شمال ختيځ ساحلي سيمو کي په لس ګونو زره خلک د ژوند له لومړنيو اړتياو څڅه سمدلاسه بې برخي دي: بريښنا، ګاز، اوبه ، خوراکي توکي هيڅ شی وجود نه لري.

هغوی وايي چي حتي په بيړنيو خيمو کي هم د اړتيا وړ وسايلو کمبود ليدل کيږي.

Flash Galerie Fukushima 2011
انځور: picture-alliance/dpa

د فوکوشيما داييچي د اټومي دستګاه د هستوي وړانګو د زياتوالي له امله په تاواني سوو اټومي بټيو کي د سون موادو د يخولو کار هم په موقتي توګه درول سوی دی.

د جاپان د حکومت ويناند «يوکيو ايدانو» وويل چي د راديو اکتيف يا هستوي وړانګو د کثافت د زياتوالي له امله پر اټومي بټويو باندي د اوبو شيندلو کار ودرول سو. ډيری کار کونکي د هستوي وړانګو د تاوان له امله له سيمي څخه ايستل سوي دي.

د حکومت وياند زياته کړه: « د وړانګو کچه شيبه په شيبه بدلون مومي. موږ په دې نظر يو چي سمدلاسه خطر نه ليدل کيږي. خو د اټومي سون موادو د ساتني له دستګاوه څخه د اوبو بخار زيات سوی دی. په دې وجه د هستوي وړانګو خطر زيات سوی دی. د اوبو په دغه بخار کي د هستوي وړانګو ګمان کيږي.»

په عين وخت کي نن د جاپان په شمال ختيځ سمندري څڼده کي يوه بله زلزله چي قوت يي تر 6 درجو اټکل سوی دی، سوې. د دغي زلزلې قوت دومره زيات ؤ چي ټکان يي د جاپان په پلازمېنه توکيو کي هم احساس سوی.

موشي بروسکا/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل