1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د قاضیانو د ترور مخه ونیول شوه»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د کورنیو چارو وزارت وایي، څلور کسان یې نیولي دي چې غوښتل یې څو تنه قاضیان ترور کړي. نیول شویو کسانو له ځان سره د هغو قاضیانو نومونه هم لرل چې غوښتل یې هغوی ووژني. ویل کیږي چې دغو قاضیانو د یو شمیر طالبانو دوسیې څیړلې.

https://p.dw.com/p/18bSR
A Palestinian supporter of Islamic Jihad gestures with his hands bound during a protest held in solidarity with Palestinian prisoners held in Israeli jails, outside the International Red Cross building in Gaza City, Friday, Oct. 7, 2011. (ddp images/AP Photo/Adel Hana)
Israel Palästina Palästinenser Gefangene Protest Demonstration Hände Handschellenانځور: AP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې یو شمیر داسې اسناد او شواهد یې ترلاسه کړي دي چې ښيي نیول شویو کسانو د ځینو قاضیانو د ترور پلان لاره.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش، د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو کسانو له نیولو سره د یوه ناورین مخنیوی شوی دی. هغه زیاته کړه: «د دغې ډلې مشر حافظ شمس الحق نومیږي، چې دغه بریدونه یې پلان کړي ول. له نیکه مرغه دغه کسان د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال ونیول شول.»

دانش زیاته کړه چې نیول شویو کسانو له پاکستان سره اړیکه لرله او هماغه هیواد څخه یې هدایات ترلاسه کول. د ښاغلي دانش په خبره دغې ډلې غوښتل په نزدې راتلونکې کې په یو لړ ترهګرو بریدونو لاس پورې کړي.

له حقوقي لحاظه تر هغه وخت پورې چې پر یوه وګړي باندې د هغه جرم ثابت نه شي، هغه ته یوازې د تورن خطاب کیږي او چارواکي حق نه لري چې تورن وګړی د محکمې له حکم پرته رسنیو ته د مجرم په توګه وپیژني. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې هغوی کافي شواهد په لاس کې لري چې ښيي دغو کسانو د یو شمیر قاضیانو د وژلو پلان لاره. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هغو قاضیانو نومونه بربنډ نه کړل چې ویل کیږي دغو کسانو غوښتل هغوی ووژني. د کورنیو چارو د وزارت په حواله ټول نیول شوي کسان افغانان دي.

له عدلي او قضايي تعقیب څخه ویره

افغان حکومت د تیر کال په قوس میاشت کې ۱۴ کسان اعدام کړل. د اعدام شویو کسانو په ډله کې د طالبانو د ډلې یو شمیر غړي هم شامل ول. طالبانو هغه وخت ګواښ کړی وو چې له افغان حکومت څخه به د خپلو اعدام شویو ملګرو غچ اخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې طالبان غواړی د قاضیانو له وژلو سره د خپلو ملګرو د دوسیو د څیړنې مخه ونیسي. هغه زیاته کړه: «په وروستیو وختونو کې ډیر شمیر طالبان د قاضیانو او محکومو له خوا په جرمونو محکوم شوي دي. دوی داسې احساس کړی دی چې کله د قانون او عدلي سیستم منګلو ته ولویږي نو هغوی ته جزا ورکول کیږي. له دې کبله هغوی غواړي د قاضیانو د تهدیولو او د هغوی د وژلو له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.»

صدیقي روښانه کړه چې طالبان غواړي د قاضیانو له ترورولو سره د خپلو نیول شویو ملګرو د محاکمې مخه ونیسیي. هغه وویل چې نیول شوې ډلې د طالبانو له یوه مشر څخه چې اوس په زندان کې دی، هدایات تر لاسه کول.

صدیقي په دې اړه خوښي څرګنده کړه چې طالبان له قانون څخه ویره لري: «دا د هغوی ویره ده. موږ له دې کبله خوشحاله یو چې هغوی د افغانستان له محاکمو، قوانینو او د هغوی له پلې کیدو څخه ویره لري.»

اوس مهال د افغانستان په بیلابیلو زندانانونو کې په زرهاو طالب جنګیالي وخت تیروي. افغان چارواکو ویلي دي چې ډیر شمیر طالب جنګیالي د اعدا په سزا محکوم شوي دي خو د هغوی د اعدا حکم لا تر اوسه پورې د ولسمشر کرزي له لوري نه دی لاسلیک شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب