1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاهره په تازه تاوتريخوالي کي لږ تر لږه ۱ تن وژل سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14qV6

د مصر په پلازمېنه قاهره کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ په اخ و ډب کي لږ تر لږه یو تن وژل سوي دئ. د الجزيرې تلويوزون د مصر د روغتيايي چارو د وزارت پر اساس خبر ورکړی دئ چي د تاوتريخوالي پدغو پيښو کي لږ تر لږه ۴۰۰ انسانان ژوبل سوي هم دي.

په قاهره کي د پوځيانو او احتجاج کوونکو تر منځ پداسي حال کي دغه تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دئ چي د ولسمشرۍ ټاکنو ته درې اونۍ پاته دي. احتجاج کوونکو د دفاعي چارو د وزارت مخي ته په خپل احتجاج کي د پوځي شورا د رئيس فېلډ مارشال حسين تنتاوي د استعفی غوښتنه کوله.

ويل سوي دي چي احتجاج کوونکو پوځيان پر ډبرو ویشتلي دي چي په ځواب کي پوځ د اوښکي بهوونکي گاز، د اوبو له پاشونکي موټرو او له وهلو ټکولو څخه کار اخيستی دئ. په احتجاج کي يو شمېر سلفيان هم شامل ول چي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ئې د خپل کانديد د ردېدو پر ضد احتجاج کاوه.