1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاهرې نوې ملگري

کنیپ کیرستن۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبه

پر مصر باندې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د پوځي تجهیزاتو په برخه کې لگول شوي بندیزونه څو ورځې تر مخه لیرې کړی شول. سر له اوسه متحده ایالات د مصر د پوځ د ملاتړ خبره کړې.

https://p.dw.com/p/1F1rs
Treffen der arabischen Liga in Ägypten
انځور: Reuters/Dalsh

F-16 ډوله جنگي الوتکې، هارپون توغندي او ټانکونه دا ټول هغه څه دي چې مصر ته به ولیږدول شي. پر مصر باندې د تجهیزاتو په برخه کې د بندیز د لیرې کولو اعلان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نېټه له خپل مصري سیال عبدالفتاح سعید حسین خلیل السیسي، سره د تلیفوني خبرو اترو پر مهال وکړ. پر دې سربیره اوباما له مصر سره په کال کې د ۱،۳ ملیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې ژمنه کړې ده. دواړو مشرانو د خپلو سړو اړیکو د زوړ وخت ته د بیرته ورگرځولو اراده څرگنده کړې، چې په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان تر څنگ مصر د متحده ایالاتو نزدې متحد وو.

د ۲۰۱۳م کال د جولای په میاشت کې د محمد مرسي د راپرځول کیدو وروسته دغه اړیکو په مؤقتي توگه بدلون وموند. امریکا متحده ایالاتو له مصر سره گډې پوځي مرستې ودرولې. ځکه چې واشنگټن په زوره د پوځ له لوري له واکه د مرسي گوښه کیدل د دیموکراسۍ د اصولو پر ضد عمل په توگه ارزوه.

په ۲۰۰۹م کال کې په قاهره کې د اوباما له لوري په منځني ختیځ کې د دیموکراسۍ او پر قانون ولاړو پرمختگونو په هکله د خپلې مشهورې وینا وروسته متحده ایالاتو دا اړینه گڼله چې د خپل اعتبار د ساتلو له پاره په قاهره کې له جنرالانو څخه واټن ونیسي.

السیسي د خپلو مخالفینو او انتقاد کوونکو پر ضد د سخت چلن د خپلولو له کبله لکه د بخښنې د نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل او د بې سرحده خبریالانو له لوري له سخت انتقاد سره مخامخ شو. خو په منځني ختیځ کې د عربي پسرلي له پیل راهیسې واکمن بې ثباته وضعیت، متحده ایالات او نور هیوادونه دې ته واړول چې دغه سیمه له سیاسي لحاظه یو ځل بیا وارزول شي.

مصر د سیمې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په نسبي توگه یې بهرنی سیاست لږ با ثباته دی. له ناکامۍ سره د مخامخو هیوادونو لکه لېبیا او یا سوریه او یا له ترهگرۍ سره لاس او گریوان هیواد عراق سره د نزدې موقعیت یا مستقیم گاونډیتوب له کبله مصر د مهم ستراتیژیک شریک په توگه ارزول کیږي. او دا څه یوازې د متحده ایالاتو په برخه کې نه بلکې د سعودي عربستان په برخه کې هم صدق کوي.

د سعودي عربستان پاچاهي د خپل طاقت ښوولو په حال کې ده: او هغه داسې چې د خپل سیال ایران پر وړاندې په عاجل ډول د متحدینو په لټه کې ده. دا چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي څومره ترینگلې دي، تر هر څه زیات د یمن په کړکیچ کې ښکاره شوې. ایران په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر ضد بمباري په سختو ټکو کې وغندله.

د ایران د سپاه انقلاب گارد یوه پخواني قوماندان کاناني مغدم تیره اوونۍ ویلي وو: «که چیرې سعودي عربستان او د هغې متحدین په شمول د مصر، اردن، قطر، کویت او بحرین خپل تیري او د انقلاب ځپلو ته ادامه ورکړي، نو ایران به د یمن د ملاتړ له پاره پوځي سلاکاران واستوي، لکه څرنگه چې یې دغه کار په سوریه او عراق کې وکړ.»

دغسې ترینگلتیا ته په کتو سره ریاض پر دې خوښ دی چې د مصر په شان یو پیاوړی ملاتړی تر څنگ ولري. د سعودي سیاستوالو له لومړي سره د السیسي د حکومت ملاتړ کړی، البته نه یوازې د بهرني سیاسي دلایلو له کبله.

په ریاض کې اخوان المسلمین ته د ټولنیز انقلابي اسلامي د یوې باالقوه خطر لرونکې بڼې په توگه کتل کیږي. داسې انديښنه وه چې ښایي هغه عربي نیمه ټاپو ته هم وغځیږي. پر دې سربیره ریاض د السیسي د حکومت له لوري د فلسطینۍ ډلې حماس پر ضد د پریکړې هرکلی کړی دی.

د مصر پ شرم الشیح کې د عربي لیک د سرمشریزي گډونوال
د مصر پ شرم الشیح کې د عربي لیک د سرمشریزي گډونوالانځور: Reuters/Egyptian Presidency

له دې کبله د مرسي د راپرځیدو لږ څه وروسته سعودي عربستان او یو شمیر نورو خلیجي هیوادونو د مصر پوځ ته په ملیاردونو ډالره مرستو د ورکولو خبره ورکړه. د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان، کویت او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا له مصر سره د ۱۲ میلیاردو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په نزدې ورځو کې د مصر په حرم الشیخ کې د عربي لیگ په سرمشریزه کې د دولتونو او حکومتونو مشرانو له یوه اړخه د «جهادیزم» او له بل اړخه د ایران د برلاس توب د سیالۍ پر وړاندې د مقابلې له پاره سلا مشورې وکړې.

د عربي لیگ عمومي منشي نبیل العربي وویل: «دا یو ډیره مهمه او عاجله مسله ده چې ټوله نړۍ باید ورته توجه وکړي. د لومړي ځل له پاره عربي دولتونه دغه گواښ ته متوجه شول او لازمه یې وگڼله چې یو گډ ځواب ورته پیدا کړي». هغه په څرگند ډول د گډو عربي پوځي قطعاتو د جوړیدو هرکلی وکړ او ویې ویل:«روانو تررویستي گواښونو ته په کتو سره چې عربی نړۍ ور سره مخامخه ده، دا یو ډير مهم تصمیم دی.»

د حسني مبارک د راپرځیدو څلور کاله وروسته داسې ښکاري چې مصر یو ځل بیا د بهرني سیاست صحنې ته د راگرځیدو په حال کې دی. که څه هم له پوځي لحاظه دغو عنوان شوو گواښونو ته دغه هیواد ښه مجهز دی. خو دا لا روښانه نه ده چې دغو ننگونو ته به څه سیاسي ځواب ورکړي.