1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د قاچاقبرانو د محاکمه کولو توان لرو»

حسين سيرت۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

له مخدرو موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، که چیري د پولیسو له خوا د مافیا مخکښ کسان ونیول شي، د قضیو د څېړني توان يې لري. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مخدرو موادو قاچاق یوه ستره ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/1Es3y
انځور: Fotolia/nito

اوسمهال په افغانستان کې څو نهادونه له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي، خو د هر کال په تیریدو سره د دغي پدیدي په کښت او قاچاق کې ډېرښت راځي.

نړیوالي ټولني څو واري له افغانستان څخه غوښتي دي چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي، خو افغان حکومت وایي، تر هغه وخته چې نړۍ له دوی سره په دې برخه کې مرسته و نه کړي، له مخدرو موادو سره مبارزه ستونزمنه ده.

حکومتي رپوټونو ښيي چې هغه ولايتونه چې له کوکنارو پاک اعلان شوي ول سږ کال یووار بیا پکښې د کوکنارو کښت ته مخه شوې ده. داسې اندېښنې شته چې له افغانستان څخه به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کوکنارو کښت چې تر ډیره په څلورو نا آرامه سویلي ولایتونو کې کیږي، یووار بیا نورو ولایتونو ته وغځیږي.

له مخدرو موادو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز مشر یار محمد حسین خیل، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتي ۱۷مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه مرکز دې ته چمتو دی چې د مخدرو موادو ټولو قضیو ته رسیدگي وکړي، خو ویې ویل چې د قاچاق کوونکو نیول او د کوکنارو د کښت مخنيوی د پولیسو کار دی: «د اساسي قانون له مخې د کشف دنده، د قانون تنفیذ او نیول د پولیسو دنده ده. په هغه صورت کې چې پولیس څوک و نه نیسي، څارنوال له چا څخه د تحقیق وظیفه نه لري.»

«ویره نه لرو»

تر دې دمخه د افغانستان یو شمیر پخوانیو چارواکو په څرگند ډول ویلي ول چې د مخدرو موادو قاچاق کوونکي او مافیا په دولت کې پیاوړی ملاتړ لري. خو د دغو کسانو نومونه تر اوسه افشا شوي نه دي.

افغان حکومت یو شمیر سیمه ییز قوماندانان چې د مخدرو موادو په قاچاق يې کې لاس لاره، نیولي او محاکمه کړي دي خو په تیرو دیارلسو کلونو کې هیڅ کوم لوړ رتبه دولتي چارواکی آن د ولایاتو په کچه هم و نه نیول شو.

خو عدلي او قضایي مرکز وایي هر څوک چې په هر مقام کې وي او په هغه صورت کې چې پر ضد یې کافي اسناد موجود وي، تحقیق به تري وشي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپیژندل شي.

حسین خیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «هر کس چې په هره کتگورۍ کې یا په هره پیمانه کې عدلي او قضایي مرکز ته ولیږدول شي، یا یې دوسیه راوړل شي، پرته له کوم ځنډ څخه به موږ د هغه پر ضد د اقامې دعوا کوو او محاکمې ته به يې راکش کړو.»

تر۷۰۰ زیاتي قضيې څېړل شوي

په عین حال کې دغه مرکز وایي چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې د مخدرو موادو اړوند ۷۲۹ قضیو ته رسیدگي کړې ده. دغه مرکز چې د خپل کار په اړه يې رپوټ خپور کړی دی، ښيي چې په روان کال کې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې تر شپږ نیمو ټنو زیات مخدره مواد نیول شوي دي.

دغه مرکز یو ټن هیروین، نیم ټیم مورفین، تر یو نیم ټن زیات چرس او تر درې نیم ټنه زیات کیمیاوي مواد چې له تریاکو څخه د مخدرو موادو د جوړیدو په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي ضبط کړي دي.

د عدلي او قضایي مرکز د وینا له مخې د قاچاقبرانو د نیولو په ترڅ کې تر لس میلیونه زیاتې کلدارې او دوه میلیونه افغانۍ هم په لاس ورغلي دي. مرکز زیاتوي چې د مخدرو موادو له مافیا څخه نیول شوې ۱۱۶ عراده موټران هم د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي دي.

ښاغلي حسین خیل وویل چې په روان کې کال یو شمیر کسان د قاچاق په تور محاکمه شوي دي: «۷۲۹ تنه نیول شوي دي چې پکښې داخلي او بهرني وگړي شامل دي. شل تنې ښځي، ۱۸ تنه د عامه خدماتو موظفین، درې تنه بهرني وگړي چې د کاناډا، ترکیې او ایران هیوادونو دي نیول شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدرو موادو زیاتره برخه تولیدوي. په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې وه او چارواکو ویلي ول چې د کوکنارو کښت او تولید په مستقیمه توگه له نا امنیو سره تړاو لري.