1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قبايلي سيمو د ټاکنو نتايج

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

د خيبر پښتونخوا په قبایلي ولسواليو کې د ایالتي اسامبلۍ له پاره د ترسره شويو ټاکنو غير رسمي نتايج د يکشنبې په ماښام اعلان شول. په ټاکنو کې د برحاله حکومتي گوند پنځه نوماندان او همدا راز شپږ خپلواک کانديدان بريالي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MXKC
Pakistan Wahlen in neu zusammengeschlossenen Bezirken in Khyber pakhtunkhwa
انځور: DW/F. Khan

د انتخاباتو کميسيون په حواله جميعت علما اسلام گوند دوه او عوامي نيشنل گوند او جماعت اسلامي يوه يوه څوکۍ گټلی ده. د يوې انتخاباتي حوزې نتايج تر اوسه نه دي اعلان شوي.

د قبايلي سيمو په ټاکنو کې د هيواد له دوو سترو سياسي گوندونو يعني پاکستان پيپلز گوند او مسلم ليگ (ن) ډلې سره تړاو لرونکی يو کانديد هم نه دی بریالی شوی. د پښتون ژغورنې غورځنگ يا پي ټي ايم په ټاکنو کې خپل کانديد نه لاره خو نورو کانديدانو د پي ټي ايم د نوم اخيستو پرته د دغه غورځنگ شعارونه وکارول.

د پاکستان تحريک انصاف گوند په کاميابو کانديدانو کې انور زيب، اجمل خان، اقبال خان، نصير الله خان او سيد اقبال شامل دي. همدا ډول په خپلواکو کانديدانو کې عباس الرحمان، شفيق الرحمان، بلال آفريدی، محمد شفيق، مير کلام او غازي غزن جمال شامل دي.

په پاکستان کې د قبايلي سيمو په تاريخ کې په دې لومړيو ټاکنو کې خلکو په ډېره ليوالتيا سره گډون وکړ. د نارينه وو ترڅنگ دوو ښځو هم د عمومي څوکيو له پاره ځانونه کانديد کړي ول. د ټاکنو پر وخت سخت امنيتي تدابير نيول شوي ول او په زرونه پولیس، مليشه او عسکر د ټاکنو د مرکزونو دباندې او دننه پر دنده گومارل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ولسواليو کې ټاکنې
د پاکستان په قبايلي سيمو کې انتخاباتانځور: DW/F. Khan

د ځينو کانديدانو له خوا د سرغړونو او غير عادلانه گامونو د پورته کولو په اړه شکايتونه هم ثبت شول. په شمالي وزيرستان کې د مسلم ليگ (ن) گوند کانديد ملک نذير د ټاکنو نتايج رد کړل او ویې ويل چې د هغه د رای ورکوونکو په سيمو کې بندیزونه او خنډونه رامنځته کړل شوي ول.

خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت علي يوسفزي د دويچه له اردو څانگې سره په خبرو کې وويل: «ايالتي حکومت د قبايلي ولسواليو په ټاکنو کې هيڅ مداخله نه ده کړې. په لومړي ځل ترسره کيدونکې دا ټاکنې رڼې او عادلانه وې چې له امله یې د قبايلي سیمو اوسيدونکو ته بايد مبارکي وويله شي.»

نوموړي وزير په خپلو خبرو کې زياته کړه چې حکومت به کاميابو شويو خپلواکو کانديدانو ته په پاکستان تحريک انصاف گوند کې د شامليدو بلنه ورکړي، څو هغوی وکولی شي د خپلو سيمو د خلکو مشکلات په ښه شان سره حل کړي.

فريدالله خان، پيښور