1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قبایلي سیمو ځوانان له بې کارۍ کړيږي

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امنیتي وضعیت تر ښه کیدو وروسته ځایي اوسیدونکي بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شوي. خو ځوانان له بې کارۍ څخه کړيږي.

https://p.dw.com/p/2vuxC

Pakistan Spezialität Essen
انځور: picture-alliance/dpa/epa/A. Arbab

په زرونو قبایلي ځوان بې روزګاره دي، خو حکومت هغوی ته د فرصتونو برابرو له پاره بنسټیز پلان نه لري. په دغو سیمو کې د صنعتي او اقتصادي فعالیتونو د کمښت له کبله تحصیل لرونکی ځوانان حکومت ته مخ اړوي خو په قبایلي سیمو کې د پر له پسې پوځي عملیاتو او ترهګریزو فعالیتونو له کبله د دغو سیمو بنسټیز جوړښت ډیر اغیزمن شوی دی. دغه وضعیت که له یوه اړخه بنسټیزي خدماتو وړاندې کوونکي ادارې له منځه وړي، نو له بل اړخه یې دولتي ادارې هم فلج کړي دي.

د فاټا سیکرتریت یوه جګپوړي چارواکي د دویچه ویله له ځایي خبریال سره د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي چې د فاټا (د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبایلي سیمي) په بیلا بیلو ادارو کې دا مهال په زرونو کار ځایونه تش دي، خو د مرکزي حکومت له لوري د بودجې د نشتوالي له کبله پر دغو بستونو باندې د کسانو د ګمارلو له پاره بودجه نه شته.

د پاکستان د مالیې وزارت د فاټا له پاره د سنا کمیټې ته په قبایلي سیمو کې د ۲۲۰۰ بستونو د ډکولو ډاډ ورکړی خو دا شرط ورسره ایښول شوی دی چې له دغې بودجې څخه به یوازې د تعلیم په برخه کې کسان پر دندو ګومارل کیږي.

د فاټا سیکرتریت یوه بل چارواکي حزب الله خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د فاټا پر ټرانزیشن پلان باندې په چټکۍ سره کار روان دی، چې له مخې به یې نه یوازې ولس ته د آسانتیاوو برابرول ډاډمن کړي، بلکې کاري فرصتونه به هم زیات شي.» د هغه په خبره په قبایلي سیمو کې به د سترو پروژو او لس کلن پلان په ترڅ کې ځایي ځوانان ښه فرصتونه تر لاسه کولی شي.

له دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ او پر ضد يې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د قبایلي سیمو اوسیدونکي له بیلا بیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په دغسې یوه وضعیت کې زیاتره ځوانان منځني ختیځ او یا هم اروپا ته مخه کوي. د یوه نه ډاډمن وضعیت له کبله تحصیل لرونکي ځوانان هم د کار موندلو په موخه د پيښور او اسلام آباد په گډون په نورو ښارونو کې کار کولو ته لومړیتوب ورکوي.

دغه تمایل ته په کتو سره د فاټا له پاره د پراختیایي چارو ادارې (اف ډي اې) ځوانانو ته د بیلا بیلو حرفه یي زده کړو لړۍ پیل کړې ده چې په وینا یي تر اوسه ۲۶ زره ښځو او نارینه وو بیلا بیلې حرفې زده کړي دي. د روزنې پر مهال دغو کسانو ته د میاشتې لس زره کلدارې هم ورکول کیږي، څو په ښه شان مسلک زده کړي او خپل کاروبار پیل کړي.

دغو ځوانانو د کار بازار تقاضا ته په کتو سره روزنه ورکول کيږي، څو وروسته په آسانۍ سره کار ومومي. په دې هکله د قبایلي سیمو د ځوانانو د جرګې مرستیال مشر عدنان شینواری وایي: «د فاټا ځوانانو ته روزګار برابرول د وخت مهمه تقاضا ده. د روزګار د نه لرلو له کبله دغه ځوانان د افراطیانو لاسونو ته لویدلای شي. په زرونو قبایلي ځوانانو لوړې زده کړې کړي دي. د دې اړتیا ده چې دغو ځوانانو ته د کار ځایونو د برابرولو له پاره بیړني اقدامات وشي.»

له قبایلي سیمو سره جوخت پروت ګاونډي هیواد افغانستان پر پوله د ترینګلتیا له کبله د دواړو هیوادونو سوداګري هم سخته اغیزمنه شوې ده. د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي راکړه ورکړه ډیره کمه شوې ده.

د قبایلي سیمو د ځوانانو جرګې مشر شوکت عزیز، وایي چې په قبایلي سیمو کې د بیا رغاونې چارو کې بوخت غیر دولتي سازمانونو کې دي د قبایلي سیمو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي: «دغه ځوانان نه یوازې د سیمې له رسم او رواج څخه خبر دي، بلکې په دې هم پوهیږي چې چیري د کومې پروژې اړتیا ده.» د هغه په خبره په دې ډول به ځوانان د سیمې د بیا آبادولو په چارو کې هم خپل نقش ولوبوي.

فرید الله خان، پيښور

زموږ له آرشیف څخه: