1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قبرس د قضيې سوله ايز حل اوس هم نه تر سترګو کيږي

۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعه

د قبرس د قضيې د سوله ايز حل په باب وروستي د لنډ وخت دپاره ناکامه کوښښونه د 2004کال په اپريل يعني اروپايي ټولني ته د قبرس تر ورشامليدو وروسته شروع سول ...

https://p.dw.com/p/IwSd
د شمالي اوجنوبي قبرس تر منځ سرحدانځور: AP

د ملګرو ملتو د هغه وخت عمومي منشي کوفي عنان د قبرس د بيرته يو ځاي کيدو په خاطر يو پلان وړاندي کړی ؤ . خو په بين امللي سطح په رسميت پيژندل سوي جنوبي قبرس او يوازي د ترکيې لخوا په رسميت پيژندل سوي شمالي برخه کښي ټول پوښتنو(ريفرانډم) بيا هم دغه هدف تر لاسه نکۍ . د قبرس د جزيرې يونانيانو چه اروپايي ټولني ته يې شامليدل ډاډمن وه، د بيرته يووالي پر ضد تصميم ونيوۍ ،او ترکانو يې د يوالي دپاره .

د ترکيې دحکومت خارجي سلاکار ذکريا اقسم د هغه وخت سياسي مقاومتو ته اشاره کوي ،چه صدراعظم طيب اردووان او دده حکومتي ګوند AKP د عنان د پلان څخه ملاتړ کړی ؤ .

اقسم وايي،« د حکومتي ګوند AKP سياست ډير عالي او په عين حال کښي د ريسک سره مخامخ ؤ . خو هغه سم او ضروري ؤ . AKP ددې غم وخوړۍ چه ترکيه د هغه تور څخه خلاصه سي ،چه 35- 40 کاله ورباندي پروت ؤ . »

خو سربيره پر دې د قبرس په موضوع کښي رامنځته سوې اميدواري او د هغه دبيرته يووالي مفکوره له منځه ولاړل .

د 2004 کال د مې پر اوله باندي ددواړو خواوو پر نه اتحاد سربيره د قبرس جمهورريت د اروپايي ټولني پوره غړيتوب تر لاسه کۍ .

دغير حکومتي سازمان انترنيشنل کريسيس ګروپ څخه د قبرس کار پوه هوف پوپ ، پدې نظر دی چه اروپايي ټولني ته د قبرس ورشامليدل پدې خاطر وه ،چه د قبرس مسله د بنت وبست سره مخامخ وه .

د ملګرو ملتو دهغه وخت عمومي منشي کوفي عنان ،چه د قبرس د بيرته يو ځاي کيدو دپلان په خاطر، د شمالي اوجنوبي قبرس دمشرانو تر منځ ليدل کيږي
د ملګرو ملتو دهغه وخت عمومي منشي کوفي عنان ،چه د قبرس د بيرته يو ځاي کيدو دپلان په خاطر، د شمالي اوجنوبي قبرس دمشرانو تر منځ ليدل کيږيانځور: AP

دی وايي ،« پنځه کاله مخکي اروپايي ټولني وويل چه حل د عنان په پلان کښي دی . ملګرو ملتو اود امريکا متحده ايالاتو همداسي ويل . خو بيا اروپايي ټولني دقبرس د جزيرې يونانيانو ته وويل ،تاسي به بيا هم د اروپايي ټولني غړيتوب تر لاسه کۍ،که څه هم تاسي د بيرته يووالي پر ضد رايه ورکړېده .

د يوه کال راهيسي د جزيرې يونانيانو او ترکان د ملګرو ملتو تر رهبرۍ لاندي د بيرته يوالي په خاطر سره معامله کوي . کوښښ کيږي چه په دواړو خواوو کښي بيرته ريفراندوم رامنځته سي .

سيمسيک/

کتونکی : محمد قاسم نوري