1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قبرس د مسألې حل نه تر سترګو کيږي

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

ددې اونۍ په سر کي په قبرس کی جشن نیول سوی ؤ. که په دقیق ډول ووایو نو ددغه ټاپو په شمالی برخه کي . ددوشنبې ورځ چي دنوومبر د پنځلسمی سره برابره وه، د ترکي جمهوریت شمالی قبرس ۲۷ کلنۍ ولمانځل سوه

https://p.dw.com/p/QDmb
انځور: AP

داسی یو جمهوریت چی د بین المللی حقوقو له نظره اصلاُ وجود نه لري . فقط ترکیه دغه دولت په رسمیت پېژني . خو ددغه ټاپو په شمال کی یو دولت سته چی خپله مستقله اداره ، پولیس او نور لوړرتبه مقامونه لري . نو دغه پیچلی حالت ددې څرګندویه دی ،چي د قبرس یووالی څومره سخت دی.

د قبرس څخه یو سړی وايي :

« زما فکر راته وایی چی ددغه بحران دپاره د حل هیڅ کومه لاره نسته . خو زما زړه بيا راته وایی : په هر صورت د حل یوه لاره سته».

نو ددغه ټاپو په یونانی برخه کی اکثره قبرسیان لکه دغه سړی زړه نازړه دي . که څه هم د 2008 م کال د سپتمبر دمیاشتی راهیسی دشمال او جنوب تر منځ د سولی خبری روانی دی خو یوې سمې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

Zypern / Nordzypern / Eroglu / Präsidentenwahl
انځور: AP

د شمالی قبرس د ترکی جمهوریت ولسمشر دیرفیس یروګلو دمیاشتو راهیس کوښښ کوي چی په دې اړه خوشبینه وي ، دی په بیا بیا دا خبره کوي :

«موږ غواړو د روغی جوړي خبرو اترو ته د کال تر پایه ادامه ورکو او غواړو چی سمه نتیجه هم په لاس راوړو. که دکال تر پایه پوری کومی روغی جوړی ته ونه رسېدو نو باید د قبرس یونانی او جنوبی برخه په دې پوه وي چی باید یو څه وکړي.»

(دوی باید پوه وي چي یو څه وکي) ددې جملې څخه د ترکی ـ یونانی دولتی مشر مقصد د تایوان ماډل دی.

که تر یوه معین وخته پوري ددغه داخلی کړکېچ دپاره د حل کومه لاره پیدا نسوه نو کېدای سی یو په بل پسی دولتونه دې ته وادار سي چی شمالی قبرس د یوه داسی دولت په حیث په رسمیت وپېژني چی په هغه کي دراکړی ورکړي معاملې وسي، په هغه کي شمالی قبرس ته مستقیم پروازونه وي او داسی نور.

Zypern / Präsidentenwahl / Nikosia
انځور: AP

ظاهراً به خلک هغه ته د یوه قبرس په سترګه ګوري ، لکه د تایوان جمهوریت چي په رسمي ډول په چین پوری اړه لري خو خپل دولت هم لري. ددغه ماډل سره د جنوبی برخی دولت کومه علاقه هم نه لري. په بین المللی سطحه دوی غواړی چی دغه شمالی برخه همداسی منزوي پاته سي.

د زیاتروناظرینو په فکر دقبرس د کړکېچ دپاره سمدستی حل نه تر سترګو کیږي. برعکس د روغی جوړي د مفهوم څخه ددواړو دولتونو اخیستنه هم بیخی بل ډول ده. په جنوبی برخه کی خلک د ایالتی سیستم غوښتونکی دي ، دوه ایالتونه چی قوي مرکزی اداره ولري. خوپه شمالی برخه کی بیا خلک د هغه برعکس ته ترجیع ورکوی، یعنی د دوو جلا دولتو اتحاد ته.

خو ددغي موضوع په باب نه یوازی داچی داساسی قانون مطابق مهمو پوښتنو ته جواب ورکول سي ،بلکی پر نورو جزییاتو باندی هم باید خبری وسي.

خو ډير قبرسیان بیا یوه بل مشکل ته اشاره کوي ، مثلأ د جنوبی برخي د مرکز نیکوسیا څخه دغه سړی وايی ،

« د قبرس په برخه کی موږ د دوو مختلفو ملیتونو څخه خبری کوو. دوه داسی ملیتونه چی مشترکی ریښې نه لري. همدارنګه دوی په تیرو 50 و کلونو کی یو دردوونکی تاریخ هم لري لکه داخلی جنګونه ، اشغال، د وینو تویید ل، چی دا ټولو د دوی تر منځ کرکه او دښمنی رامنځته کړې ده.»

کريستيان/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی : محمد قاسم نوري