1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د قدرت د شريکولو په لټه که نه يو»

سيرت/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

د افغانستان د ولسشمرۍ کانديد، اشرف غني له خپل سيال عبدالله عبدالله سره د يو ائتلافي حکومت جوړول له امکان څخه ليري وگڼل. غني دغه خبره نن په کابل کي له خبريالانو سره په يوه غونډه کي ياده کړه.

https://p.dw.com/p/1CWO3
د ولسمشرې مخکښ کاندید اشرف غني
د ولسمشرې مخکښ کاندید اشرف غنيانځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو له ټاکنو څخه وروسته د دغه هيواد د راييو شميرنه وروسته له هغې له بن بست سره مخامخ شوه چي دواړو مخکښو کانديدانوغني او عبدالله ټيمونو پر يو بل باندي درغليو تورنه ولگول.

غني نن شنبه په کابل کي له خبريالانو سره په يو ناسته کي هغه گونگسي ردې کړی چي گواکې هغه له خپل سيال سره د کوم ائتلافي حکومت د جوړولو په لټه کي دی. غني وويل: « خلک اوس ډير انديښمن دي او په دي هکله پوښتني کوي چي آيا مونږ له يو بل سره د کومې معاملي په هکله په خبرو بوخت يو. زمونږ ځواب ښکاره دی: مونږ هيڅ ډول معامله نه ده کړی. مونږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چي مونږ به د هغوی له راييو سره خيانت ونه کړو.»

د راييو پلټنې بايد په ټول افغانستان کي وشي

د قدرت د شريکولو خبره په افغانستان کي وروسته له هغي توده شوه چي د ولسشمري بل کانديد عبدالله عبدالله له خوا په ټاکنو کي د درغليو تورنه عنوان شول او داسي اټکلونه رامنځ ته شول چي ښايي د پردې تر شا کومه پټه معامله روانه وي.


د افغانستان خپلواک کميسيون تيره اوني وويل چي د دوشنبي په ورځ به د دوهم پړاو د ټاکنو لومړي نتايج اعلان کړي. مخکي له دی د تيرې چهار شنبې په ورځ په پام کي ؤ چي دغه کار وشي.

د درغلیو پر ضد د عبدالله عبدالله د تیم احتجاج
د درغلیو پر ضد د عبدالله عبدالله د تیم احتجاجانځور: picture-alliance/dpa


اشرف غني وويل چي که چيرې د راييو پلټنه کيږي هغه بايد د ټول افغانستان په سطح وشي. هغه دغه خبره وروسته له هغي ياده کړه چي د دواړو مخکښو کانديدانو يو گډ تيم بايد د «پاکو او ناپاکو» راييو په بيلو کي لاس پوري کړي.
غني د ټاکنو له کميسيون څخه وغوښتل چي د لومړيو نتايجو په اعلان کي نور زيات ځڼدل ونه کړي. هغه وويل: « د سرطان ۳۱ او د اسد ۱۱ هغه تاريخي نيټي دي چي د ټاکنو د کميسيون له پلان سره سم پري عمل وشي. په يوه يي د ټاکنو وروستي نتايج او په بله يي باید د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ځاي شي .»


د ټاکنو بل مخکښ کانديد، عبدالله عبدالله ويلي دي چي په ټاکنو کي د درغليو د روښانه کولو پرته به د ټاکنو نتايج ونه مني.
د افغانستان د ټاکنو د نتايجو د بن بست د حل لپاره نړيوالې ټولنې خپل استازي افغانستان ته استولي دي. په دغو استازو کي د متحده ايالاتو د کانگرس لوړ پوړي غړي جان مک کين او ليندسي گراهام هم شامل دي. ويل کيږي چي دواړو کاندیدانو له نوموړی استازي او په افغانستان کي د ملگرو ملتو له نمايندگي، «يوناما» سره موافقه کړي چي يو «تخنيکي پلاوي» جوړ کړي تر څو پاکي رايې له ناپاکو راييو څخه بيلې کړي. خو دا روښانه نه ده چي د ټاکنو د خپواک کميسيون او د شکاياتو د کميسيون په موجوديت کي به د دواړو کانديدانو گډ پلاوي څه صلاحيت ولري.

زمونږ سکوت له حق څخه د تيريدو په معني نه ده


اشرف غني يادونه وکړه چي د راييو پلټني بايد د شکاياتو د کميسيون له خوا وشي او هر ډول پلټنه بايد « افغانستان شموله» وي. هغه وويل چي د راييو په پلټنه کي د نړيوالي ټولني په استازيتوب ملگري ملتونه عمل کوي نه «د اروپا د اتحاديي څارونکي.» دغو څارونکو ويلي دي چي د افغانستان په ټاکنو کي برتاخي درغلي شوي دي او غوښتنه يي کړي ده چي په کابو ۶۰۰۰ زرو محلونو کي راييي پايد وپلټلي شي. غني وویل چی د هغه د وروستیو ورځو سکوت په دی معنی نه ده چي هغه له خپل حق څخه تیريږي. هغه وویل: «مونږ د ټاکنو د پروسې شفافیت ته ژمنه لرو.»