1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قرآن شريفو د سوځلو د پلان په هيجاناتوکي د رسنيو رول

۱۳۸۹ شهریور ۲۰, شنبه

د امريکې په متحده آيالتونو کې ژورناليستان تر نيمې شپې پورې په کارونو بوخت ول. تندلاري کشيش تېري جونز له فلوريدا څخه د پنجشنبې په ماښام د سپتامبر په يولسمه نېټه د قران شريف د سوځولو ګواښ کړی و

https://p.dw.com/p/P9jO
انځور: ap

ويل يې چې د نيو يارک ښار له يو امام فيصل عبدالروف سره يې يو لفظي تړون کړی دی. دغه خبره جونز پخپله په دې ډول وکړه.

«ښاغلي امام دې ته غاړه ايښې چې د ګراوند زيرو په شاوخوا کې به يو اسلامي کلتوري مرکز نه جوړوي، ځکه نو زه هم د قران له سوځولو څخه تېرېږم.»

ګراوند زيرو د سوداګرۍ د نړيوال مرکز کنډوالې ته وايي. دغه لوړ برجونه نهه کاله پخوا تروريستانو ونړول. خو تېري جونز خپله خبره وروسته بېرته واخيستله. کشيش جونز بيا د قران شريف د سوځولو خبره کوله. اوس به څه کيږي؟ دغه پوښتنه د جمعې په سهار خبريالانو لرله.

خو د امريکې په مطبوعاتو کې يو بل بحث هم پورته شو. هغه دا چې د جونز د پلان په اړه چې غوښتل يې قران شريف ته اور ورته کړي، به بهتره دا نه وای چې خلک چوپ پاتې شوي وای؟ د جمهوريت غوښتونکو د ګوند استازی جان فيهېري «هو» وايي.

«لېونيان خو ډېر زيات دی. هر څوک بايد چوپ پاتې شوي وای او دغه بحثونه بايد په انترنېټ کې پاتې او داسې پورته شوي نه وای.»

دغه خبره فيهېري د پنجشنپې په ورځ په سي ان ان کې وکړه. خو د يادې شبکې کارکونکې، دونا برازيل غبرګه کړه چې په اوسني عصر کې دا کار غير ممکن وي.

«نن سبا شپه او ورځ خبرونه جوړيږي. ځينې خلک د تويتر د لارې يوه جمله ليکي چې په مليونو انسانانو ته رسيږي. موږ نه شوای کولای د کشيش جونز د قران د سوځولو له دغه پارونکي عمل څخه سترګې پټې کړو.»

د نيو يارک تايمز ورځپاڼه کاږي چې د نويو او تازه خبرونو اړتيا د افراطي کشيش لپاره يو ښه فرصت برابر کړی دی. يوازې په تېرو دوو مياشتو کې نوموړي لږ تر لږه 150وارې مرکو ته بلل شوی دی. د جولای په آخر کې جونز په لومړي ځل په تلويزيون کې هم راڅرګند شو. اوس دی په اصطلاح ټوله نړۍ په لاس کې لري.

د متحده آيالتونو د حکومت وياند رابرټ ګيبس د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې څرګندې خبرې وکړې.

«په دغه تالار کې د تېري جونز د وعظ او نصيحت د مراسمو په نسبت ډېر انسانان ناست دي. دا چې د کليسا مخکې تلويزيوني سيار موترونه ودروۍ چې د قران شريف د سوځولو يو شعار ورته ځړيږي، هغهَ ته پاملرنه وراړوي. فايده يې څه ده؟

مارکوالډ/نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري