1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قرآن شريف د بخښلو پر کمپاين نيوکي کيږي

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

په المان کي سږ کال اسلامي کنفرانس په داسي حال کي پیل شو چي یو شمیر الماني چارواکو پر یوې «ډیري محافظه کاري اسلامپالي ډلي» نیوکي وکړې.

https://p.dw.com/p/14h3Z
انځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ لوړپوړي الماني چارواکي په برلین کي سره راټول شول، چي په دغه هیواد کي د مسلمانانو له مشرانو سره خبري اتري وکړي. خو دغه کنفرانس د مسلمانو بنیادګرانو د یوې ډلي د هغو هڅو تر سیوري لاندي راغلی دئ، چي غواړې په المان کي خلکو ته قرانشریفونه ور وبخښي.

د المان د کورنیو چارو وزیر هانس پیتر فریدریش، له دغه کنفرانس څخه یوه ورځ مخکي وویل چي د یوې ډیري محافظه کاري اسلامي ډلي، چي صلفیان نومیږي او ډله ئې د «یوازیني ریښتني دین» په نوم یادیږدي، هغه کمپاین ته په المان کي ښه راغلاست نه ويل کيږي چي غواړي د المان، استرالیا او سویس په هر کور کي دي یو قرآن شریف موجود وي.

فریدریش په المان کي پر مسلمانانو ږغ وکړ چي د دغي ډلي دا عمل وغندي او ویویل چي دین باید د واک د تر لاسه کولو له پاره و نه کارول شي.

دا په داسي حال کي ده چې د اسلامي شورا مشرعلي کزیلکیا، د ARD تلویزیون ته ویلي دي چي د قرآن شریف ویشل په هماغه اندازه یو صحیح کاردئ، لکه د انجیل ویشل.

صلفیان د شرعي قانون د پلي کیدو غوښتنه کوي. د دغي ډلي ډیرغړي د المان د استخباراتي شبکې تر سختي څارني لاندي دي.

مسلمانان د المان برخه دي خو اسلام نه

په المان کي تر اسلامي کنفرانس مخکي د دغه هیواد په پارلمان کې د حاکم گوند پارلماني مشر ولکرکاودر، ویلي ول، چي اسلام د المان د فرهنگ یوه برخه نه ده او له همدې کبله په المان پوري اړه نه لري. هغه زیاته کړې وه، چي مسلمانان په یقیني ډول په المان پوري اړه لري. هغه ویلي ول، چي مسلمانان په المان کې له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن دي.

دا د المان د پخواني ولسمشر کریستاین وولف د هغو خبرو خلاف دي چې ویلي ئې ول، چي اسلام په هماغه اندازه په المان پوري اړه لري کله عیسویت چي په دغه هیواد پوري اړه لري.

د المان د ۸۲ میلیونه اوسیدونکو له جملې څخه پنځه سلنه مسلمانان دي. اسلامي کنفرانس په المان کي له ۲۰۰۶ کال راهيسي هر کال جوړيږي. ددې کنفرانس هدف د الماني مشرانو او مسلمانانو تر منځ د خبرو اترو لاره هواره ول دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل