1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قراباغ راډيو وتړل شوه

۱۳۸۶ خرداد ۱۸, جمعه

د کابل په شمال کې مطبوعات او د خبري رسنيو کارکونکي د سيمه يزو قوماندانانو او چارواکو د گواښونو سره مخامخ شوي دي. دا خبره په کابل کې د ژونالستانو څخه د دفاع د کميټې مشر ښاغلي ضيا بوميا هغې خبري ناستې ته وکړه چې د سيمه يزو زورواکو لخوا د قراباغ د راډيو د بندولو له امله جوړه شوې وه.

https://p.dw.com/p/DK9b
د قراباغ راډيو خپرونې د قراباغ د ولسوال عبدالرحيم تلوار په غوښتنه بندې شوې
د قراباغ راډيو خپرونې د قراباغ د ولسوال عبدالرحيم تلوار په غوښتنه بندې شوېانځور: AP
د قراباغ راډيو خپرونې د نوموړي راډيو د ژورنالستانو له وهلو ټکولو څخه وروسته هغه مهال بندې شوې چې په ډېر لږ زماني واټن کې د جبل السراج د سولې په نوم د راډيو مشرې مېرمن ذکيه ذکي د وسلوالو په ډزو ووژل شوه. ښاغلی بوميا د کابل په شمال کې د سولې د مشرې ذکيې ذکي وژنه او د سيمه يزو چارواکو لخوا د قراباغ راډيو په بندولو کې د هغو خوځښتونو اغېزه ويني چې د افغانستان په شمال کې پيل شوي دي. د قراباغ راډيو خپرونې د قراباغ د ولسوال عبدالرحيم تلوار په غوښتنه بندې شوي دي.