"د قران سوځوني موږ د نوي خطر سره مخامخ کړي يو"
۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبهجنرال ديويد پيترياس، زياته کړه چي د مارچ پر شلمه د قران د سوځولو واقعه «حيرانوونکې» وه. دغه خبري هغه د وال سټريټ ژورنال سره په مرکه کي کړي.
جنرال پيټرياس د قران سوځونه په کلکو ټکو وغندله او دا يي د « نفرته ډک، ډير بې احترامه او د يو نه منونکي عمل» په نوم ياد کړ.
هغه زياته کړه چي په څرګند ډول دا امنيت ته يو ګواښ دی، په داسي حال کي چي په افغانستان کي امنيت د پخوا څخه لا د ګواښ سره مخامخ دي.
په افغانستان کښي د لاريونونو په ترڅ کي نن د لغمان په ولايت کي په سل هاوو تنه سړکونو ته راوتلي وو او ددغي پيښي غندنه يې کوله.
عيني شاهد د ټليفون په کرښه اي ايف پي ته ويلي، چي د لغمان په مرکز مهترلام کي د زرو تنو څخه زياتو په دغه لاريون کي برخه اخيستې چي زياتره يې سړي ول. هغوی «مرګ پر امريکا» او «ژوندی دي وي اسلام» شعارونه ورکول.
د لغمان د ولايتي شورا معاون ګلزار سنګروال ويلي چي، دغه لاريون د علينګار د ولسوالۍ څخه شروع سو او بيا وروسته تر ښاره راورسيد.
هغه زياته کړه « دغي لاريونونه د يو کشيش لخوا د قران سوځولو په مقابل کي دي، او موږ دا عمل په کلکه غندو.»
په دغه خونړيو لاريونونو کي چي د جمعې د ورځي راهيسي د مزار شريف څخه شروع سوي تر اوسه پوري شاو خوا د ملګرو ملتونو د ۷ بهرنيو کارکوونکو په شمول ۲۲ کسان مړه او تر۱۴۰ ډير زخميان سوي دي.
په يوه غونډه کي چي جنرال پيترياس او په افغانستان کي د امريکا سفير کار ايکنبيري هم شتون درلود، افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکايي چارواکو او د سنا څخه د پيښي په کلکو ټکو د غندني او عاملينو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.
تيره ورځ د امريکا جمهور ريس بارک اباما دا پيښه غندلي وه او ويلي يې ول « د قرآن په شمول هر ډول ديني کتاب ته سپکاوی يو ناوړه او له تعصب څخه ډک عمل دی.»
آژانسونه/ سيدرياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل