1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قسیم فهیم لومړنی تلین ولمانځل شو

حسین سیرت۱۳۹۳ اسفند ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د مړیني لومړی تلین د دوشنبې په ورځ په کابل کې ولمانځل شو. د تلین د مراسمو په پلمه غونډې ته د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه ريئس سربیره یو شمیر کسانو وینا وکړه.

https://p.dw.com/p/1EnhJ
انځور: picture-alliance/AP Photo

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په دغو مراسمو کې وویل چې مارشال فهیم د نوي نظام په جوړیدو کې د پام وړ نقش تر سره کړی. د افغانستان د ولسمشر په وینا مارشال فهیم په دین کې د اعتدال پلوي وو او هیڅ کله یې د افراطيت پلوي نه کوله. ولسمشر غني همداشان وویل چې مارشال فهیم په افغانستان کې د سولې پلوي وو: «هغه تل په اصولي شکل د سولې پلوي وو او غوښتل یې چې ستونزې د تفاهم له لاري حل شي.»

دغو مراسمو ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم خپله وینا واوروله. هغه وویل چې د افغانستان خلک هغه سوله چې پکښې دموکراتیک ارښتونه قرباني شي، نه مني. د ښاغلي عبدالله په وینا سوله هیڅکله د ښځو د حقوقو او آزادیو د لاسه تللو په معنی نه ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس پر دې باندې ټینگار وکړ چې سوله باید په افغانستان کې د فاجعې د تکرار په معنی نه وي: «سوله هیڅکله د تیرو وختونو تورتیمو ته د ورگرځیدو په معنی نه ده.» د عبدالله عبدالله په وینا سوله باید په افغانستان کې ټینگه شي، څو په هغې کې د افغانستان د ټولو خلکو حق تأمین شي او په وینا یې دغسې یوه سوله د افغانستان د ټولو خلکو هیله ده.

په وروستیو وختونو کې د سولې خبرو اترو پیلیدو ته یو ځل بیا هیلې راټوکیدلې دي او ښايي په راتلونکي ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ خبرې اترې پیل شي.

خو د افغانستان یو شمیر پخواني او اوسني سیاستول شکایت کوي چې د سولې د جزئیاتو د هڅو په هکله ورته معلومات نه دي ورکول شوي. هغوی پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې له طالبانو سره د احتمالي سولې په هکله باید په جریان کې واوسي او په وینا یې د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې خوندي وساتل شي.

سیاف: د تلویزونونو د «غیر اسلامي» پروگرامونو مخه دې ونیول شي

د افغانستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د افغانستان د ملي یووالي حکومت ته خبرداری ورکړ چې په تلویزونونو کې د «غیر اسلامي» پروگرامونونو مخه ونیسي، گنې په وینا یې د هغې پرته به خلک په خپله تصمیم ونیسي.

پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف
پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیافانځور: AP

سیاف د خصوصي تلویزونونو پر پروگرامونو سخت انتقاد وکړ او له حکومت څخه یې د د هغوی د پروگرامونو د محدودولو له پاره د گام اخیستو غوښتنه وکړه. سیاف د یوه تلویزون پروگرام ته اشاره وکړه چې په هغې کې د خر لمانځنه شوې وه. په دغه پروگرام کې د خر پر غاړه پیغامونه ځړیدل چې پکښې د هغو زحمتونو له کبله چې د جهاد په دوران کې یې ایستلي وو ستاینه شوې وه. خو د دغه پروگرام تنظیموونکو دا پوښتنه مطرح کړې وه چې ولې دې حیوان ته په حکومت کې کوم پست نه دی ورکړل شوی.

سیاف په خپله وینا کې وویل که چیرې د دغسو پروگرامونو مخه و نه نیول شي، نو خلک به په خپله په یوه اقدام لاس پوري کړي. سیاف د هغې پروگرام په هلکه هم سخت انتقاد وکړ چې د یو شمیر مدني فعالانو له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی وو. په وروستیو ورځو کې په دغه غونډه کې یو شمیر مدني فعالانو چادرۍ پر سر کړې او چادري په سر کوونکو میرمنو سره یې د خواخوږۍ په پلمه د کابل په سړکونو کې قدم وواهه. د سیاف په وینا دغو خلکو اسلامي حجاب ته سپکاوی کړی دی.