1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر د بین الافغاني ناستې په قطعنامه کې څه راغلي دي؟

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

د قطر بین الافغاني ناسته د دوشنبې په ماښام ناوخته د یوې قطعنامې له خپريدو سره پای ته ورسیده. په قطعنامه کې پر نورو سربیره د ملکي تلفاتو د کمولو، د تعلیمي مرکزونو د خوندیتوب او د سیمې د هیوادونو د نه لاس وهنې خبره شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Llnj
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

له افغانستان څخه دوحې ته د رسیدلي افغان پلاوي او طالبانو استازو ناسته د دوشنبې په ورځ ناوخته د یوې قطعنامې له خپریدو سره پای ته ورسیده. په دې ناسته کې چې کوربتوب یې په ګډه آلمان او قطر کاوه، د افغانستان د سولې په اړه پکې دوه ورځې بحثونه وشول.

د دغه دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډې په پای کې د افغان پلاوي او طالبانو په ګډه قطعنامه کې چې دویچه ویله د څو بیلابیلو سرجینو ترلاسه کړې ده دغه موضوعګانې راغلي دي:

  • د شخړې ښکیل اړخونه باید د ګواښوونکو، انتقام اخیستونکو او جګړه غوښتونکو ادبیاتو څخه ډډه وکړي او پر ځای یې ملایمه ژبه وکاروي
  • د غونډې ګډونوالو په قطر کې [د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ] د خبرو ملاتړ کوي او هغه د جګړې د پای له پاره ګټورې بولي
  • د جګړې ښکیل اړخونه د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو او سولې ټینګښت له پاره باید ناروغه، زاړه او معیبوبه زندانیان پرته له قید او شرط څخه آزاد کړي
  • د جګړې ښکیل اړخونه د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو او سولې ټینګښت له پاره باید د دیني او مذهبي نهادونو، روغتونونو، تعلیمي او تحصیلي ملکي موسساتو، بازارونو، د اوبو بندونو او په ټول هیواد کې د کار د ځایونو خوندیتوب تضمین کړي
  • د جګړې ښکیل اړخونه د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو او سولې ټینګښت له پاره باید د ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي موسساتو امنیت تضمین کړي
  • د عامو خلکو د امنیت د خوندي ساتلو له پاره باید هڅې وشي او صفر ته د ملکي تلفاتو د کښته کولو ژمنه باید وشي
  • د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې باید په ټولو بخشونو کې د ښخو حقونه تضمین شي
  • په یوه نړیوال کنفرانس کې باید د افغانستان د سولې احتمالي تړون تایید شي
  • په یوه نړیوال کنفرانس کې باید د افغانستان په چارو کې د سیمې او نورو هیوادونو د نه لاسوهنې ضمانت وشي
  • په اساسي بنسټونو، دفاعي تأسیساتو او نورو ټولو ملي نهادونو کې چې د ټولو افغانانو ملکیت دی، باید اړوند اصلاحات رامنځ ته شي، ساتنه یې وشي او لا غښتلي شي
  • د روان کال په فبروري میاشت کې د مسکو د کنفرانس په ګډون، د افغانستان د سولې په هکله له ټولو هڅو ملاتړ کوو
  • د اسلامي هیوادونو له کنفرانس، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګاونډیو هیوادونو څخه غواړو چې د افغانستان د سولې په هکله د دوحې د بین الافغاني کنفرانس د ګډې قطعه نامې ملاتړ وکړي
  • د مذهبي اقلیتونو حقونه باید تضمین شي

د قطر بین الافغاني غونډه په افغانستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونه تر سیورې لاندې ترسره شوه. د غونډې پر لومړۍ ورځ په غزني کې د یوه موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او تر ۱۵۰ ډیر نور یې ټپیان کړل. د غونډې ګډونوالو له طالبانو سره په خپلو خبرو کې د دغه شان بریدونو د دریدو او د ملکي تلفاتو د کمیدو غوښتنه کړې ده.

میرمن اصیلا وردګ چې د دغې دوه ورځنۍ غونډې یوه له ګډونوالو څخه وه، دویچه ویله ته وویل: «زه خوشحاله یم چې افغانانو خپلې سیاسي او شخصي اجنډاوې یوې خوا ته ایښي دي او له طالبانو سره په یوه غږ د سولې خبرې کوي.»

 په عین حال کې آغلې وردګ هیله څیرګنده کړه چې دغه غونډه به د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي: «زه هیله لرم چې دا یوازې تشریفاتي مجلس نه وي. پایلې یې ډیرې مهمې دي [...] چې وشي کولای چې له حکومت سره د بین الافغاني مذکراتو له پاره یوه زمینه وي.»

 که څه هم طالبانو او د غونډې کوربه هیوادونو روښانه کړې وه چې ټول ګډونوال به له شخصي موقفه په دې ناسته کې ګډون کوي خو داسې اندیښنې موجودې وې چې طالبان به په افغان پلاوي کې د یو شمیر دولتي چارواکو د حضور له کبله په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي. خو دا کار و نه شو او طالبانو په غونډه کې ګډون وکړ چې دې کار یو شمیر کارپوهان د سولې د یوه احتمالي توافق په هکله خوشبینه کړي دي.

اصیلا وردک: د قطر په ناسته کې د ټاکنو یادونه نه ده شوې

د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې څخه توماس روتیک، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې لا وختي دی چې وویل شي چې آیا دغه ناسته بریالۍ وه او که نه. روتیک زیاته کړې: «په داسې حال کې چې د ټولو اړخونو په منځ کې ډیره بې اعتمادي موجوده ده، د دوحې ناسته داسې یو چانس رامنځ ته کوي چې دغه بې اعتمادي کمه شي او پر رغوونکو لارو چارو تمرکز وکړي چې څرنګه سوله شونې کیدای شي.»

نوموړي کارپوه په عین حال کې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د سولې د راتلو او جګړې د پای له پاره ښايي یوه غونډه بسنه و نه کړي.

د طالبانو او امریکایي استازي له اکتوبر میاشتې راهیسې په دوحې کې سره خبرې کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته یو سوله ایز حل لاره وموندي. دواړه اړخونه اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې پر نه کاریدو، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو خبرو او اوربند باندې خبرې کوي. دواړو اړخونو ویلي دي چې په وروستیو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

مسعود جهش/ خالد حکیمي