1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د قطر له دفتر څخه باید د زور زیاتیو له پاره استفاده و نه شي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۳, یکشنبه

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو دفتر په موقتي توګه تړل شوی دی، افغان حکومت بیاهم انديښنه لري: داسې نه شي چې له دغه دفتر څخه په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو د تر سره کولو له پاره د پیسو په راټولو کې استفاده وشي.

https://p.dw.com/p/197Vp
انځور: Reuters

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۱۴مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چی په قطر کی د طالبانو د دفتر د بیرته تړل کیدو سره سره، افغان حکومت د هغې د «احتمالی فعالیتونو» په هکله اندیښنه لری:

«داسې نه شي چې د دغه دفتر له طریقه تاوتریخوالی تشویق شي، د تروریستي فعالیتونو له پاره پیسې راټولې شي، دغه دفتر د کوم هیواد د سفارت او یا نمایندګۍ هویت وګرځي.» موسی زي، یادونه وکړه چې د افغانستان د حکومت انتظار دا دی چې له دغه دفتر «یوازې او یوازې د سولې د پروسې په برخه کې د خبرواترو له پاره استفاده وشي.»

په قطر کې د طالبانو دفتر چې د جون د میاشتې پر ۱۸مه نیټه پرانیستل شو، د افغانستان په داخل کې یې تاوده بحثونه راوپارول. دغه دفتر د جولایي د میاشتې پر نهمه نیټه په موقتي توګه بیرته وتړل شو.

افغان حکومت د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي خوښ نه وو او د اعتراض په توګه یې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې وځنډولې.

په قطر کې د نوموړي دفتر د پرانیستلو په مراسمو کې، د طالبانو د وخت بیرغ پورته شو، خو د کابل له لوري تر اعتراض وروسته دغه بیرغ بیرته ښکته کړای شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې خبره ټینګار وکړ، تر هغه وخته چې د افغانستان د دولت شرطونه و نه منل شي، په قطر کې د طالبانو دفتر د افغان دولت له پاره کوم اهمیت نه لري:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زیانځور: DW

«تر هغه وخته چې دغه او یا د دې په شان بل دفتر افغان دولت ته د ورکړل شوو تحریري ضمانتونو په تطابق فعالیت و نه کړي، له دغسې یوه دفتر سره به اړیکې و نه نیسي او د افغان دولت له پاره به کوم هویت و نه لري.»

موسی زي وویل چې د امریکا متحده ایالات کولای شي چې د خپل یوه سرتیري چې له طالبانو سره بندي دی، د راخلاصیدو له پاره له هغوی سره خبر اترې وکړي خو له طالبانو سره د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ وي.

د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ وي

ښاغلي موسی زي وویل چې هیڅ کوم هیواد باید د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې و نه کړي: «هیڅوک، هیڅ کوم هیواد او بل هیڅ کوم مقام دا صلاحیت نه لري چې د افغانستان د سولې په چوکاټ کې رسمي خبرې اترې ترسره کړي. د سولې هر رنګه خبرې اترې یوازې د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو او د طالبانو د با صلاحیته استازو تر منځ باید تر سره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغان دولت سره خبرې اترې رد کړي دي. د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو وروسته ویلي وو چې طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته ډیر کم تمایل لري.

همداشان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاکستان څخه وغوښتل چې د سولې د پروګرام د عملي کیدو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.

موسی زي وویل چې هغه شمیر بندیان چې د پاکستان په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي باید آزاد کړای شي: «د سولې د پروسې څخه د ملاتړ په ترڅ کې چې پاکستان کوم عاجل ګام پورته کولای شي، له بند څخه د هغه طالب مشرانو آزادول دي، چې دوی په پاکستان کې نیولي دي. موږ هیله مند یو چې پاکستان دغه ګام پورته کړي او په ټوله کې د سولې په برخه کې د افغان دولت له هڅو څخه په صادقانه توګه عملي ملاتړ وکړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي تر هغه وخته چې د قطر دفتر په اړه د افغان دولت غوښتنې ونه منل شي، دغه هیواد د سولې د خبرو اترو له پاره کومه بیړه نه لري.