1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قواوو دنه تقويې په صورت کي به نړيوال ځواکونود ماتي سره مخامخ سي

۱۳۸۸ شهریور ۳۰, دوشنبه

په افغانستان کي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF د امريکايي قوماندان جنرال ستانلي ميک کريستل په عقيده،که چيري په افغانستان کي دنړيوالو ځواکونو په شمير او کيفيت کي زياتوالي رانسي،نو

https://p.dw.com/p/JlVR
جنرال ستانلي ميک کريستل
جنرال ستانلي ميک کريستلانځور: dpa

کيدای سي چي نړيوال ځواکونه په افغانستان کي ديوې ماتي سره مخامخ شي . په عين وخت کي دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي امريکايي ستر قوماندان داهم وايي چي نه يوازي بايد دعسکرو په شمير کي زياتوالي راسي ، بلکي په موازي ډول سره يوې نوي پوځي ستراتيژۍ ته هم اړتياليدل کيږي . خوکه چيري دعسکرو په شمير کي زياتوالی رانسي نو ددې امکان سته چي نړيوال ځواکونه په افغانستان کي دماتي سره مخامخ شي . دغه خبرنن دجنرال ميک کريستال له قوله واشنګتن پوست خپور کړی دی . هسي چي ويل کيږي بايد جنرال ميک کريستال دافغانستان داته کلني لانجې د په نظرکي نيول سره په دغه هيواد کي روانو حالاتو ته په يوه شکمن نظر سره کتلي وي . دی وايي چي دراتلونکي دپاره دتندلارو اسلامي ډلو دتخريبي عملياتو دمخنيوي دپاره افغان اردو او امنيتي ځواکونه لا تراوسه دمقاومت توان نلري، او دبهرنيو ځواکونو اوسنی ظرفيت کفايت نه کوي .

له بله پلوه پرته ديوې نوي پوځي ستراتيژۍ څخه به دپوځي عملياتو پرمخ بيول ډير اغيزمن نه وي . اوديوې نوې نظامي ستراتيژي په چوکاټ کي بايداصلي هدف داوي چي دملکي وګړو حمايت وسي ، ددې پرځای چي د طالبانو پر ضد جګړو ته زور ورکول شي .

درسمي منابعو په حواله ، په افغانستان کي دامريکا دمتحده ايالتو لوی قوماندان د راتلونکي دپاره په دغه هيواد کي دامر يکا او ناټو دعسکرو اوپوځي اکمالاتو په اړه خپل پلان بشپړ کړی، او په راتلونکي اونۍ کي به يې په واشنګتن کي دامريکا حکومت او په بروکسل کي دناټومشرتابه ته وړاندي کړي . هسي چي کارپوهان وايي ښايي دميک کريستال په وړاندي شوي پلان کي دنورو غوښتونو تر څنګ داغوښتنه هم وسيچي په افغانستان کي لږ تر لږه 30000 نورو عسکرو ته هم اړتيا سته .

ويل کيږي چي جنرال ميک کريستال په 66 موخونو کي دافغانستان دروانو پوځي حالاتو په هکله خپل رپوټ تهيه کړی، چي ددغه رپوټ ځيني برخي دواشنګتن پوست به انترنيټي پاڼه کي خپرې شوي دي .

جنرال ميک کريستال پخپل رپوټ وايي چي طالبان ورځ په ورځ هم پياوړي کيږي، او هم پخپلو عملياتو کي دنوو تجربو څخه کار اخلي . دوی خپل جنګيالان دافغانستان دبنديخانو څخه ترلاسه کوي . دی پخپل رپوټ کي دافغانستان په حکومتي څانګو کي دبډي اخيستلو او اختلاس ورځ په ورځ زياتيدلو ته ګوته نيسي، اوپر نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو باندي دا نيوکه کوي،چي دوی پردې ندي بريالي شوي چي په افغانستان کي دولس ملاتړ تر لاسه کړي .

رويټر/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري