1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د قومي مشرانو وژل د بهرنيو استخباراتو کار دی"

۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د کورنيو چارو وزارت له وياند صديق صديقي سره په يوه کډه خبري غونډه کي په افغانستان کي د مخورو شخصيتونو د وژلو پړه پر بهرنيو استخباراتي کړيو واچول.

https://p.dw.com/p/11yti
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

سره له دې چي عمر په دې برخه کي د کوم ځانګړي هيواد نوم ياد نه کړ خو ويې ويل، چي دا د ځينو بهرنيو کړيو له لوري په افغانستان کي د مهمو شخصيتونو د وژلو لړۍ ده چي د جهاد له وختونو راپيل سوې ده.

د ولسمشر وياند په داسي حال کي دا څرګندوني وکړې چي په تيرو څو ورځو کي د کندهار د ولايتي شورا د رئيس احمد ولي خان کرزي له وژني وروسته په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار جان محمد خان وژنه تر ټولو ستره پيښه ده.

د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر حامد کرزي کشر ورور احمد ولي کرزی
د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر حامد کرزي کشر ورور احمد ولي کرزیانځور: AP

وحيدعمر وايي چي جان محمد خان تر احمد ولي خان کرزي وروسته په سويلي ولايتونو کي ترټولو اغيزمن شخصيت ؤ او په وژني سره يې په قومي او دولتي کچه ستره تشه رامنځته سوه.

په همدې حال کي کي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کي هم په هيواد کي د مخ پر زياتيدونکو ناامنيو او د مخورو شخصيتونو د وژني په اړه بحث وسو.

د روزگان پخوانی والي او د ولسمشر سلاکار جان محمد خان
د روزگان پخوانی والي او د ولسمشر سلاکار جان محمد خانانځور: DW

د جرګي غړو وويل سره له دي چي وسله وال طالبان د قومي مشرانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو د وژني مسؤليت پر خپله غاړه اخلي خو ددغه راز وژنو تر شا بهرني لاسونه دي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير تيره ورځ د باميانو ولايت څخه پيل سوی او سبا به د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د لغمان د مرکز مهترلام امنيتي مسؤليت هم افغان ځواکونو ته ور وسپارل سي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې خبري غونډي کي وويل د رواني اونۍ تر پايه به د ټولو اعلان سويو ۷ سيمو امنيت د افغان ځواکونو پر غاړه سي.

په ولسي جرگه کي د روزگان ولايت د خلکو استازی هاشم وطنوال
په ولسي جرگه کي د روزگان ولايت د خلکو استازی هاشم وطنوالانځور: DW

افغان چارواکي په هيواد کي د ناامنيو د زياتيدو او د لوړ پوړو چارواکو د وژني زياتيدو سره سره هم د امنيت د ليږد بهير د برياليتوب ډاډ ورکوي خو د چارو کتونکي په دي برخه کي د لا ډير غور سپارښتنه کوي.

په افغانستان کي د پوځي اکاډمۍ د حقوقو د پوهنځي استاد قيس وردګ دويچه ويله ته وويل تر ټولو اول بايد د افغانستان د پوځ له ليکو څخه مافيايي شخصيتونه و ايستل سي او ترڅنګ يې بهرنيان هم بايد په دې برخه کي ريښتنی رول ولوبوي.

افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير په لومړي پړاؤ کي د باميانو ټول ولايت امنيتي مسؤليت افغان ځواکونو ته وروسپارل شوي سبا به د لغمان مرکز مهترلام او د رواني اونۍ په اوږدو کي به له سروبي پرته د کابل ، پنجشير ولايتونو او د بلخ مرکز مزارشريف ، هرات مرکز هرات او د هلمند مرکز لښکرګاه ښارونو امنيتي چاري افغانان په خپلو لاسونو کي واخلي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل