1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لاتينې امريکې اقتصادی رول په نړۍ کې

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

په نړيوال بازار کې لاتينه امريکا څه ډول ارزول کيږی؟ د آلمان د کيل د پوهنتون د نړيوال اقتصاد د انستيتوت غړی او د لاتينې امريکې کارپوه پروفيسور ډاکټر فيديريکوفودرز وايي:

https://p.dw.com/p/HXX0
انځور: APTN

« د لاتينې امريکې اقتصادی انډول په لومړی کرښه کې د اومو توکو د ټولو ليږدوونکو توانزيرمه ده. دا لاتينې امريکې په راوروسته 200 کلونو کې تل همداسې کړيدی. دا سيمه تل د اومو توکو ليږدوونکې وه.»

د اومو توکو او کرنيزو توليد اتو د ليږدوونکی په توګه دغې سيمې ته لا هم ستونزمنه ده چې د نړيوال بازار يوه ستره برخه د ځان لپاره ډاډه کړی او له نړيوال کولو څخه د ځان لپاره ګټه واخلی. پروفيسور فودرز وايي چې دا له دې امله چې په نړی کې د لاتينې امريکې اقتصادی ونډه لکه د پخوا په شان لږه ده.

«که سړی د لاتينې امريکې د هيوادونو د کورني خالص توليدات سره راټول کړی، او د نړيوال اقتصاد د يوې برخې په توګه ورته وګوری، نو د کميت انډول يي په سلو کې يو دی. دا ډير نه دﺉ. په نړيوال بازار کې هم ډير نه دی، همدا په سلو کې دوه يا دری دی، خو د بهرنی او کورنی بازار وده په کورني ناخالص توليد اغيز لری.»

د دې لپاره يو بل لامل دا دې چې لاتينه امريکا د بوش د ادارې په دوران کې يو ضمنی ننداريز ډګر وو. د امريکې متحدو ايالتونو په شمالی امريکا کې د مکسيکو د انتيګريشن او د مخدرو توکو له مافيا سره له مبارزې پرته، په سيمه کې نور زيات څه نه لرل.

چين په ټوله لاتينه امريکا کې د زيربنايي تدبيرونو ملی لګښتونه په غاړه لری.
چين په ټوله لاتينه امريکا کې د زيربنايي تدبيرونو ملی لګښتونه په غاړه لری.انځور: AP

بل څه شی چې په لاتينه امريکا کې نه چليدونکی ښکاری، سيمه ايز انتيګريشن يا په ټولنه کې ورګډيدل دی. د منځنی امريکې د انتيګريشن سيستم او د آدن د ټولنې هڅو کومه پايله نه درلوده.

په لاتينه امريکا کې د خوځښت او ويرې تر منځ د چين د سيمې د حضور ودې ته ګوری. ځکه چين د اومو توکو او کرنيزو توليداتو يو منلی پیرودونکي دی، خو دغه آسيايي هيواد هغه سيال دی چې په اسانی سره نشی ماتيدلی، چې په کورني بازار يي د مناسبو بيو لرونکو توکو څخه ډک دی. پروفيسور فودرز وايي چې خو چين هم د لاتينې امريکې ليوال دی:

«چين په نړيوال اقتصاد کې تر ټولو لوړه وده لری، په سلو کې د اتو او لسو تر منځ. د نړيوال اقتصادی کړکيچ سره سره دغه هيواد لا وده کوی، او د اومو توکو لپاره ستره تنده لری. چين په لومړۍ کرښه کې د لاتينې امريکې د اومو توکو ليوال دی. او په دوهمه کرښه کې د چينايي توليداتو د خرڅلاو د بازار په توګه د لاتينې امريکې سره مينه ښيي. چين همدا اوس د امريکې د وچې د هيوادونو د پراختيا د بانک غړی دی. او د دې تر څڼګ په ټوله لاتينه امريکا کې د زيربنايي تدبيرونو ملی لګښتونه په غاړه لری.

سهيلا حضرت نظمی

کتونکی: يحيی وردک