1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لامپېدوسا پیښه به د اروپا د پناه غوښتنې قانون بدل کړي؟

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۱۳, شنبه

د مدیترانې په سمندرگي کې تر سلو زیاتو کډوالو د وژل کیدو پیښې ته اروپایي ټولنې تأسف ښوولی دی. خو آیا دغه تراژیدي به د اروپایي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په پالیسۍ کې کوم بدلون رامنځ ته کړي او که څنگه؟

https://p.dw.com/p/19u7Z
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS

اروپایي ټولنې د لامپېدوسا، په جزیره کې په اوبو کې د ډیرو کډوالو د غرقیدو پیښې ته له تأسفه ډک غبرگون ښوولی دی. خو سمدلاسه د پناه غوښتنې له موضوع سره په ښه شان د معامله کولو په اړه بحثونه بیرته راپورته شوي دي.

دوه موضوع گانې د بحث وړ دي. یوه دا چې د اروپایي ټولنې هر غړی هیواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې په برخه کې خپل سیاست لري. په دې اړه اروپایي ټولنه کوم گډ دریځ نه لري. دویمه موضوع دا ده چې د اروپایي ټولنې زیاتره هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د امکان تر حده د کډوالو مخه ونیسي. نو له دې امله هغه هیوادونه لکه د بیلگې په توگه ایټالیا او یونان چې د کډوالو په برخه کې ډیر اندیښمن دي، تر ډیره کچه د کډوالو سره د معاملې په برخه کې یوازې پریښوول شوي دي.

د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه د کډوالو په برخه کې په دې اړه یوه خوله دي، چې کډوال باید د خپلې پناه غوښتنې عریضه په هغه هیواد کې ورکړي، کوم ته چې په لومړي سر کې رارسیدلی وي. د قانوني لحاظه د اروپایي ټولنې نور هیوادونه بیا دې ته اړ نه دي، چې په دې برخه کې پیوستون وښیي.

د پناه غوښتونکو د بیړیو کلکه څارنه

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمیسارې سېسېلیا مالمشټروم، وایي چې دغه سیاست باید ادامه و نه مومي. هغه له څو کلونو راهیسې د کډوالۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې د یوه گډ سیاست د غوره کولو غوښتنه کړې ده. مالمشټروم چې په اوسني وخت کې په نیویارک کې ده ویلي دي، دا چې دغسې قوانین وجود نه لري، یوازینې کار چې هغې یې کولای شي دا دی چې «له غړو هیوادونو څخه په ټینگار سره وغواړي هغه پناه غوښتونکي چې مرستې ته اړتیا لري، په خپلو هیوادونو کې ومني.»

د مالمشټروم ویاند، میکېلې سېرکونه ویلي دي: «د دغه او د نورو ډیرو تراژیدیو تر شا د جنایت کوونکو او جنایت کوونکو شبکو لاسونه دي، چې د انسانانو له نا امیدی څخه گټه پورته کوي.»

هغه زیاته کړې ده چې «موږ واقعا د دغو جنایت کارو شبکو پر وړاندې مبارزه کې خپلو هڅو گړندۍ کولو ته اړتیا لرو.»

همدا شان سېرکونه، دې خبرې ته اشاره وکړه چې د (Eurosur) په نوم د پولو د څار سیستم به د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي. د روان کال د دسمبر د میاشتې راهیسې به د پناه غوښتونکو د کوچنیو بیړیو کشف او د غرقیدونکو کسانو ژغورنه آسانه وي. خو انتقاد کوونکي وایي چې د کښتیو کشف او په هغې کې د ناستو کسانو ژغورنه اصلي حل نه دی، باید داسې یو کار تر سره شي چې دغه رنگه بیړۍ له خپل اصلي ځای څخه حرکت و نه کړي.

د «پرو ازول» په نوم د غیر دولتي سازمان مشر بورک هارډ، د دغه پیښې په اړه د اروپایي ټولنې د داخلي چارو کمیسارې غبرگون ته د شک په سترگه گوري. هغه وایي: «اروپا خپلې پولې تړي. او بیا په ریاکارانه ډول، کله چې د سرحداتو د تړلو د اوږده بهیر پایلې څرگندیږي نو خفگان ښکاره کوي.»

د «پرو ازول» د سازمان د وینا له مخې له هغه راهیسې چې اروپایي ټولنې له ترکیې سره خپل سرحدونه تړلي دي، پناه غوښتونکي مخ پر زیاتیدونکي توگه له خطره ډک سمندري سفرونو ته تن ږدي.

کمیسیون غواړي خپلې دروازې پرانېستي پریږدي

د اروپایي ټولنې د داخلي چارو کمیسارې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د دوی تمرکز له اروپا څخه د پناه غوښتونکو د لیرې ساتلو له پاره نه دی. د مالمشټروم ویاند ویلي دي چې «دوی غواړي اروپا ته د قانوني لارې راتگ یقیني کړي او یقیننا چې دغسې اقدامات د دقیقو او سختو شرایطو غوښتنه کوي.»

په لویه پیمانه مهاجرت؟

د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولڅ، د غړو هیوادونو بې میلۍ په غوسه کړی دی. هغه ویلي دي: «دا یوه اروپایي ستونزه ده. زه دا خبره نه شم منلی چې یو شیمر غړي هیوادونه ووایي چې دا ستونزه له موږ سره تړاو نه لري.»

د اروپا د پارلمان د کورنیو چارو کیمټه چې د دغې موضوع مسؤلیت پر غاړه لري، د داسې یوه پریکړه لیک پر جوړولو کار کوي چې د هغې پر اساس به غړي له خپلو حکومتونو او کمیسیون څخه وغواړي چې دغه ستونزې ته له سره کتنه وکړي.

که چیرې دغه پریکړه لیک تصویب شي، نو پناه غوښتونکي به د هغه مودې له پاره چې مرستې ته اړتیا ولري د اوسیدو او کار کولو اجازه تر لاسه کړي. راتلونکي اوونۍ به د اروپا په پارلمان کې پر دې موضوع بحث وشي. د اروپايي ټولنې د داخلي چارو کمیساره به د دوشنبې په ورځ به بروکسل کې په دې اړه سلا مشوره وکړي.