1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبنان په سواحلو کی د آلمان د پوځي ماموريت موده اوږده شوه

۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعه

د آلمان پارلمانی غړی پتر باير:«هم دلبنان او هم داسرایيلوحکومت له آلمان څخه هيله کړي چي د المان سمندري ځواکونه کوم چي د 2006 ميلادي کال راهيسي د لبنان سواحلو ته ليږل شوي، خپل ماموريت ته دوام ورکړي.»

https://p.dw.com/p/NwAi
د آلمان سمندري ځواکونه د لبنان په سواحلو کي د ماموريت په حال کي
د آلمان سمندري ځواکونه د لبنان په سواحلو کي د ماموريت په حال کيانځور: AP

دآلمان پوځي ځواکونه به يو کال نور هم د لبنان په سواحلو کي د ملګرو ملتونو د „UNIFIL“ يا په لبنان کي د ملګرو ملتونو د عبوري ځواکونو په ماموريت کي ونده واخلي .

په دي هکله پرون په برلين کي د المان اتحادي پارلمان په قاطع اکثريت سره پريکړه کړي . د آلمان داتحادي پارلمان په پريکړه کي ويل شوي دي، دلبنان په سواحلو کي د آلمان دسمندري ځواکونو موجوديت يو ضروري او اغيزمن ماموريت او بايد يو کال نورهم دوام پيدا کړي.

که څه هم ښايي دسمندري ځواکونو به شمير کي کموالي راشي . تر اوسه تر 800 پوري سمندري ځواکونو د لبنان په سواحلي سيمو کي خدمت کاو خو په راتلونکي کي به د دوي شمير 300 ته راټيټ کړاي شي . دآلمان په اتحادي پارلمان کي د دغه هيواد دمسيحي ديموکرات دګوند سياست وال پتر باير وايي:

«هم دلبنان او هم داسرایيلوحکومت د آلمان له حکومت څخه د دي هيله کړي چي د المان سمندري ځواکونه کوم چي د 2006 ميلادي کال راهيسي د لبنان سواحلو ته ليږل شوي، خپل ماموريت دي دوام ورکړي.»

په تيرو څلورو کلونو کي UNIFIL يا په لبنان کي دملګرو ملتونو د ځواکونو عبوري ماموريت تر نن ورځۍ پوري په لبنان کي د کورني سياست د ثبات د ساتلو په لاره کي خپله ونډه تر سره کړي ، په دغه هيواد کي پارلماني او سيمه ايزي ټاکني ترسره شوي او دلمړي وزير حريري تر مشري لاندي دملي يوالي يو حکومت په خپل کار پيل کړي دي .

دآلمان ليبرال ديمو کرات ګوند FDP کله چي په حکومت کي نه و ، نو له دي کار سره مخالف و چي آلمان دي دملګرو ملتونو دسولي دځواکونو په کتار کي د لبنان سواحلو ته خپل سمندري ځواکونه واستوي. هغوي به ويل چي نژدي ختيځ ته دآلماني عسکرو ليږلو ته کومه اړه نشته او د ليبرال ديمو کراتانو په عقيده له دغه ماموريت څخه کومه ګټه هم نشي تر لاسه کيدلاي . خو اوس چي ليبرال ديموکراتان د آلمان په ايتلافي حکومت کي ونډه لري ، نو وايي چي د لبنان په سواحلو کي د ملګرو ملتونو د ځواکونو موجوديت په سيمه کي د سولي او ثبات په لاره کي خپله ونده تر سره کړي.

په دي اړوند د ليبرال ديمو کرات د ګوند وکيل راينر شتينر وايي: «مونږ کولاي شو په وياړ سره دخپلو عسکرو دماموريت په اړه ووايو چي دوي په نژدي ختيځ کي دسولي او ثبات په لاره کي خپله ونده تر سره کړي . چي له دي امله له دوي څخه مننه کو.»

د لبنان په سواحلو کي د ملګرو ملتونود سولي دځواکونو ماموريت داسراييلو او د لبنان د حز ب الله ترمنځ دجګړي نه وروسته د 2006 ميلادي کال په اوړي کي پيل شوي او د دغه ماموريت يو هدف دا دي چي دسمندرله لاري په قاچاقي ډول سره د لبنان دحزب الله ډلي ته وسلی ونه رسيږي . خو اساسي لانجه چي په دغه سيمه کي ده ،هغه داده چي ښايي له سوريي څخه د ځمکي له لاري سلاوي لبنان ته ورسيږي .

په راتلونکي کي به په لبنان کي د المان د سمندري ځواکونومهمه دنده داوي چي دوي دلبنان سمندري ځواکونه وروزي تر څو چي د دغه هيواد د سواحلو څارنه دوي پخپله په غاړه واخلي. خو په دي اړه د آلمان دکيڼ لاسو دګوند غړي Inge Höger وايي : «په رښتيا سره دا يوه ناوړه لوبه بلل کيږي، له يوي خوا دغي سيمي ته دسلاو په ليږلو سره لانجو ته لمن وهل کيږي او بيا له بله پلوه هڅه کيږي چي په دغه سيمه کي د وسلو په زور د لانجو مخنيوي وشي . نو مونږ دآلمان دغه راز بهرني سياست نشو منلي.»

نينا ورک هايزر/ ضیاءالحق فضلي

کتونکی: عبدالبارحکيم