1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریایي مهاجر، د لبنان د ټاکنو مهمه موضوع

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

په لبنان کې د سوريايي مهاجرو وضعيت د پارلماني ټاکنو د کمپايونو له پيل څخه مخکې لا ښه نه وو. اوس د لبنان سياسي ډلو او ګوندونو د سوريايی مهاجرو موضوع د خپلو انتخاباتي کمپاينونو اصلي موضوع ګرځولې ده.

https://p.dw.com/p/2xDNH
Libanon Flüchtlinge aus Syrien
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid

په لبنان کې د سوريايی مهاجرو د برخلیک په اړه د انتخاباتي کمپاينونو او تبليغاتو راتلونکې لا تر اوسه روښانه نه ده. آن داسې ګمان کيږي چې د لبنان مختلفې سياسي ډلې او ګوندونه به تر ټاکنو وروسته د سوريايي مهاجرو پر اخراج سره توافق ته ورسيږي.

د لبنان ډيری سياسي ګوندونه او ډلې له دې هیواد څخه د سوريايي مهاجرو د وتلو غوښتونکي شوي دي. ځينې نورې سياسي ډلې حتې بيا د دې دعوا کوي چې دغه مهاجر پر ټولنيز وضعيت منفي اغيزه لري.

د لبنان پارلماني ټاکنې

په لبنان کې د دوشنبې په ورځ د (د ۲۰۱۸م کال د می شپږمه)، پارلماني انتخابات کيږي. ډیری لبنانيان انديښمن دي چې اروپايي ټولنه او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري په لبنان کې د ميشتو سوريايي مهاجرو د برخليک په اړه حساسيت ښکاره کوي. د دوي انديښنه له هغو رپوټونو څخه سرچينه اخلي چې د دغو دوو سازمانونو له خوا جوړ شوي دي. په دغو رپوټونو کې له سوريايي مهاجرو څخه غوښتل شوي دي چې په دواطلبانه توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.
د آلمان ولسمشر اردن او لبنان ته پر سفر

شتاین ‌مایر: مهاجر غواړي خپل هيواد ته ستانه شي

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په وروستيو کې يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې خپل هيواد په خپله خوښه د ۵۰۰ زره سوريايي مهاجرو د بيرته ستنيدو غوښتنه شوې وه. د لبنان حکومتي چارواکو په دې اړه په بيروت کې د دغې ادارې له استازی څخه د لا ډیر وضاحت غوښتونه کړې.

Frankreich Macron Treffen mit Libanons Premier Hariri
د لبنان لمړی وزير سعد حريري انځور: picture-alliance/ MAXPPP/ Z. Kamil

په لبنان کې د سوريايي مهاجرو وضعيت

د لبنان لومړي وزير سعد حريري، هم په وروستيو کې وویل چې ټول لبنان د زياتو سوريايي مهاجرو د شتون له امله د مهاجرو پر يوه کمپ باندې بدل شوی دی. هغه نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړی دی چې د سوريايي مهاجرو د ستونزې د حل په تړاو دې له لبنان سره مرستې وکړي.

حريري د سوريایي مهاجرو او لبناني اتباعو تر منځ د شخړو ګراف پورته تلو څخه يادونه وکړه او په دې اړه يې نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ. تر اوسه پورې د لبنان له ۱۳ سيمو څخه سوريايي مهاجر ایستل شوي دي او په دغه هيواد کې ميشت ۴۲ زره نور سوريايي مهاجر بیا د بېځایه کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

پاپولیستي تبلیغات

د لبنان په ټاکنو کې د مهاجرو له موضوع څخه سیاسي ګټه پورته کوولو، د ځینو ګونډونو له عوامپالنې ډک یا پاپولیستي تبلیغاتو ته لمن وهلې ده. په دغو تبليغاتو کې ويل شوي دي چې په لبنان کې د سوريايي مهاجرو شتون د دغه هيواد د کار پر بازار منفي اغيزه اچولې ده. دا ادعا هم شوې چې سوريايي مهاجر د لبنان د معلولو اتباعو د بيکاره کيدو لامل شوي دي.

د لبنان ډیری سياستوال له همدې امله له دغه هيواد څخه د سوريايي مهاجرو د وتلو غوښتونه کوي. د بيلګې په توګه د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران باسيل، چې د «آزاد ملي خوځښت» يو له مهمو غړو څخه دی، هم له لبنان څخه د سوريايي مهاجرو د اخراج غوښتونکی شوی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: