1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لسو کلونو په تیریدو سره بیا هم د ګوانتانامو زندان ونه تړل شو

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

لس کاله د مخه د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر یوولسمه نېټه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لومړني ۲۰ تنه نیول سوي بندیان په ګوانتانامو کې د امریکا پوځي زندان ته انتقال سول

https://p.dw.com/p/13kyD
انځور: picture-alliance/dpa


د هغه وخت راهیسي په دغه زندان کې د بندیانو سره غیر انساني چلند په نړیواله سطحه اعتراضونه راپارولې دي. ملګرو ملتونو د دغه زندان د تړلو غوښتنه کړې ده.


تر ټولو د مخه له دې کبله چې دغه بندیان بې له کومې محاکمې څخه دلته پاته دي. په ګوانتانامو کې زندان چې په عراق کې د ابوغریب او افغانستان کې د بګرام د پوځي اډې سره یو ځای جوړ سوې دی.


په دغو درو سرو زندانونو کې تل د بشرې حقونو څخه سرغړونه سوې ده.
اوباما په خپله انتخاباتي مبارزه کې وعده ورکړې وه چې دغه زندان به د یوه کال په جریان کې وتړي. خو تر اوسه لا دغه کار نه دی سوې


جیمز کارافانو چې د دفاعې او امنیتي چارو کارپوه دی وایي :« د نړۍ په هیڅ یوه هیواد کي دا نسته چې سړی دي جنګي جنایتکاران په یوه نظامې ساحه کې په قانوني ډول هغسي تر تعقیب او پلټنی لاندې ونیسي ، لکه په یوه مدنې او قانوني چاپېریال کي.»


نو له دې کبله د جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په وخت کې دا پرېکړه وسوه چې دغه زندانیان دې ګوانتانامو ته انتقال سي تر څو دوی هیڅ ډول قانونې مرجع ته لاس رسې و نه لري.


د بشری حقونو د سازمان هیومن رایټس واچ څخه اندریا پراسو وایي چې هغه وخت هم د دې امکان موجود ؤ چې د جنګي بندیانو د پاره یو زندان په افغانستان او یا هم امریکا کې جوړ سي.

د ګوانتانامو په زندان کې د بندیانو زورونه
د ګوانتانامو په زندان کې د بندیانو زورونهانځور: AP


« هغه زندانیان چې کوم جرم یې کړی وي کولای سي په قانوني ډول تر تعقیب لاندی راسي.که دوی د امریکا د قانون څخه سرغړونه کړې وي نو باید د یوې امریکایی محکمې په مخ کې جواب ووایي


او که یې د افغانستان د قانون څخه سرغړونه کړې وي بیا نو کېدای سي هم هلته محکمه سي.او که د دوی په مقابل کی کافي ثبوتونه موجود نه وي ، نو باید آزاد کړای سي.»


همدارنګه جیمز کارافانو هم دا منې چې په اولو کلونو کې د دغو زندانیانو د پاره د بند شرایط ډېر خراب او د منلو وړ نه وه. د امریکا حکومت باید هڅه کړې وای چې هغو ته یې تغییر ورکړې وای او دغه شرایط یې یو څه ښه کړي وای.


کله چې بارک اوباما جمهور رییس سو، نو وعده یې ورکړه چې په یوه کال کې به دغه زندان وتړي. خو دا کار ورته مشکل ؤ. اندریا پراسو زیاتوي چې د ګوانتانامو په زندان کی د ۸۰۰ په شاوخواکې زندانیان موجود وه.


د هغو ۱۷۱ کسانو څخه چې اوس هم بندیان دي ،۸۹ تنو یې کولای سول د آزادېدو اجازه نامه په لاس راوړي. اکثره دغه زندانیان د یمن د هیواد څخه دي.


اوباما څو وخته مخکې فیصله وکړه چې دغه زندانیان دي امریکا ته انتقال سي. خو د دغه هیواد کانګرس بیا داسي یو قانون تصویب کړ چې د هغو انتقال یې ناممکنه کول.


په دې ډول نورو هیوادونو هم انکار وکړ چې دغه زندانیان دي په خپل هیواد کې ومني. نو د دغه زندان تړل کېدل هم په اوس وخت کې ناممکنه بریښي. اندریا پراسو وایي چې په ۲۰۱۱ کال کې هیڅ څوک د دغه زندان څخه آزاد نه سو.


کین ګوده چې په امریکا کې د ملي امنیت د چارو کارپوه دی وایي چې د دغه زندان نه تړل فقط او فقط سیاسي دلیل لری.

« د امریکا کانګرس داسي یو قانون رامنځته کړ چې سیاسي هدف لری. د دوی په وینا که دغه زندانیان امریکا ته انتقال سي نو امریکایي اتباعو ته به خطر رامنځته کړي. البته دا خبره زما د پاره د خندا وړ ده.»


څو ورځې مخکې د امریکا خارجه وزیرۍ وویل چې د امریکا حکومت په نظر کې لرې چې دغه زندان به وتړي. د اوباما په دوره کې د ۶۷ زندانیانو دوسیي کتل سوي دي. څلور تنه د پوځي محکمې او یو تن د عادي محکمې د خوا محکوم سوي دي.


خو کارپوهان بیا هم دا خبره د امکان څخه لیری بولی چې د ګوانتانامو زندان دې ډېر ژر وتړل سي. جیمز کارافانو په پایی کې وایی:


« په راتلونکو څلورو کلونو کې ، دا بې تفاوته ده چي څوک به رییس جمهور سي ، خو د ګوانتانامو زندان به بیا هم موجود وي. او هلته به بیا هم د ترهګرۍ پر ضد د جګړې زندانیان بندیان سي.»

اژانسونه/ ګلغوټې پوپل
کتونکې/ شمس الرحمان ناصر