1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لشکر جهنگوي یو مشر په پاکستان کې نیول شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/161M7

د پاکستان پولیسو خبر ورکړی دئ چې د یوې تند لارې ډلې یو مشر ئې نیولی دئ. زیاته شوي ده چې پر نیول شوي کس د مذهبي نفرت د خپرولو او په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سري لنکا د کرکیټ پر لوبډلې د تر سره شوي برید د اصلي طراح تورونه لگول شوي دي. د لاهور د پولیسو ویاندې نبیلې غضنفر، ویلي دي چې د لشکر جهنگوي یو مشر ملک اسحاق ئې په لاهور کې نیولی دئ.

پر دغه ډلې دا تور هم لگول کیږي چې د القاعدې د ترهگرې شبکې سره تړاو لري. د پولیسو ویاندې زیاته کړې ده چې «زه تاسو ته د هغې نیونه تائیدولای شم»، زیاته شوې ده چې ملک اسحاق به نن محکمې ته ور وپیژندل شي. پر دغه تندلارې ډلې باندې څو کاله وړاندې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د واکمنۍ پر وخت بندیز لگیدلی وو. اسحاق په ۱۹۹۷م کال کې نیول شوي او شاوخوا ۱۴ کاله په زندان کې د تیرولو وروسته تیر کال په ضمانت باندې له زندانه آزاد کړای شوی وو.