1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لعلپورې د ولسوالۍ د پل چارې بشپړې شوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

د لعلپورې ولسوالۍ له پاره دغه اوږد پُل چې نږدې درې کاله وړاندې ئې د بنسټ ډبره کېښودل شوې وه، چارې ئې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

https://p.dw.com/p/13wWI
دغه پل ۳۰۰ متره اوږدوالی لري او په نړیوال ستندرد جوړ شوی.
دغه پل ۳۰۰ متره اوږدوالی لري او په نړیوال ستندرد جوړ شوی.انځور: DW

نوموړي پل چې د ننگرهار ولایت د لعلپورې په ولسوالۍ کې جوړ شوی، پرې ۶ میلونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت  راغلی. د لعلپورې ولسوالۍ پُل تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چارواکو په وینا دغه اوږد پُل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري  ۵۰۰ زره خلک به ترې ګټه پورته کوي.

  د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي غونډې ته دوینا پرمهال وویل چې د نوموړي پل لګښت د بیا رغونې امریکایی ډلې، پي آر ټي له خوا ورکړل شوی دئ.

د ولایتی بیارغونې د ټیم، پي آر ټي یو تن انجینر قمرزمان د پل پر تخنیکي اړخونو خبرې وکړې او وېویل چې دغه پل په ټولو معیارونو سنبال او د ۳۰ مترو په ژوروالي سره په  ۳۶ پایو ولاړ دئ: « دغه پل ۳۰۰ متره اوږدوالي لري او په نړیوال سټندرډ برابر جوړ شوی دئ.»

 د سیمې یو شمېر قومي مشرانو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی دیاد پُل پر جوړیدو ډیر خوښ دي او د دوی په ژوند کې به له دې ورو سته ډیر مثبت بدلون رامنځ ته شي .  د دوی په خبره چې له دې وړاندې دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او ډیری وخت به د تګ راتګ پرمهال له سختو مشکلاتو سره مخ کېدل.

تر دې د مخه په لغمان ولایت کې هم یو پل گټې اخیستنې ته سپارل شوی.
تر دې د مخه په لغمان ولایت کې هم یو پل گټې اخیستنې ته سپارل شوی.انځور: DW/Sana Nasary

له دغو مشرانو څخه یو تن بنارس چې د لعلپوري اوسیدونکی دئ دویچه ویلې ته وویل: « د دې پل په جوړیدو ډیر زیات خوښ یو. مخکې به په کشتیو کې خپل کلي ته اوښتو چې وخت ناوخت ئې ډیرې ناوړه پيښې هم رامنځ ته کړي دي.»

د لعل پورې په ولسوالۍ کې دغه جوړ شوې  پل د ننګرهار د حلقوي سرک په اوږدو کې جوړ شوې چې د ګوشتې، کامې، لعل پورې، د مهمندرې او د شینوارو لوی ولسوالۍ سره نښلوي. دا لومړی ځل دئ چې په تېرو لسو کلونو کې په ختیځه سیمه کې دغه ډول اوږد او اساسي پُل جوړيږي .

ننگرهار/ شمع احمدزی
کتونکی: سید ریاض