1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغمان بزگرو محصولاتو ته سړې خوني جوړيږي

۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

په لغمان ولايت کي د يو ميلون امريکايي ډالرو په ارزښت د کرني په برخه کې يوه لويه پروژه د متحده ايالاتو د مرستيال سفير،دکرني وزير محمد اصف رحيمي او دلغمان دولتي مئسولينو لخوا پرانيستل شوه.

https://p.dw.com/p/OE27
ډیری بزګران ددغه پروژې د بشپړیدو څخه خوښ دی او وایي تمه ده چي دغه سړې خوني به ددوئ په کرهڼیز ژوند کي بدلون راولي.
ډیری بزګران ددغه پروژې د بشپړیدو څخه خوښ دی او وایي تمه ده چي دغه سړې خوني به ددوئ په کرهڼیز ژوند کي بدلون راولي.انځور: picture-alliance/ dpa

دکرهڼي وزير محمدآصف رحيمي دغه پروژه په افغانستان کي يوه د هغو پروژو څخه ياده کړې چي د پرمختللو هېوادونو په ستندرډ جوړه سوې ده.

په دغه پروژه کې لومړي برخه د سړو خونو ده چۍ د څلور نيم سوه مټريک ټنو کرنيز توليداتو د ذخيره کيدو ظرفيت لري او دويــمه او دريمه برخه کي د پروسس او دماشين الاتو څانګه ده چي د لغمان دخلکو دپاره ډيره ګټوره ده.

په لغمان کي د سړو خونو تر جوړولو د مخه ددغه ولایت بزګرانو د سړو خونو د نه شتون څخه سر ټکوه او ویل یې چي کرهڼیز محصولات يې په کمه بیه خرڅېږي.

خو اوس ډیری بزګران ددغه پروژې د بشپړیدو څخه خوښ دی او وایي تمه ده چي دغه سړې خوني به ددوئ په کرهڼیز ژوند کي بدلون راولي.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ یوتن بزګر عبدالرحمان المان ږغ راډيو ته وویل چي ددې سړې خوني په جوړېدو سره به د دوی اقتصادي وضعه لا ښه سي.ځکه د هغوئ په خبره چي خپل حاصلات به تر هغه وخته پکښي ساتي تر څو ښه مارکيټ پيدا کړي بيا به يې بازار ته ور باسي. د خرابېدو څخه به هم خلاص وي.

د متحده ايالاتو د حکومت د چارواکو په وينا پدغو دوو کلونو کې يوازي دکرني په سکتور کې له افغانستان سره زياته مرسته شوي چې تقريبا تر يو بيلون ډالرو پوري رسيږي.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی. زيارمل