1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغمان د ښځو چارو رئيسه ووژل سوه

Afp/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه

د لغمان امنيتي چارواکي وايي، چي د دغه ولايت د ښځو چارو رئيسه د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل سوه. په يوه بله پيښه کي بيا د نيمروز امنيه قومندان وژل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/16yym
Najia Sidiqi head of women affaires office in Laghman who got killed in Laghman on Monday.10.12.2012. Aufgenommen am 24.11.2012 in der Stadt Mehcar Lam, Provinz Laghman, Afghanistan. Photo: Laghman Governor media office  Bild geliefert von DW/Mohammad Gol Ahmad.
Afghanistan Frauenbeauftragte Nadschia Seddiki Archibildانځور: Laghman Governor/media office

پوليسو ويلي دي، چي ناجيه صديقي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۰) سهار هغه مهال د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل سوه، چي له کور څخه دفتر ته روانه وه.

ناجيه صديقي د روان کال د جولای په مياشت د حنيفې صافي ځای ناسته سوه. حنيفه صافي د يو موټربم په چاودنه کي ووژل سوه.

په یوه بله پيښه کي د نيمروز ولايت امنيه قومندان محمد موسي رسولي وژل سوی دئ. روسلي د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کي د سړک د غاړي يوه ماين په چاودنه کي د دوشنبې د ورځي په سهار ووژل سو.

د نيمروز امنيه قومندان محمد موسی رسولي
د نيمروز امنيه قومندان محمد موسی رسوليانځور: DW

د دغه دواړو پيښو پړه تراوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې. خو ډيری وخت د دغه ډول پيښو پړه په افغانستان کي وسله وال طالبان پرغاړه اخلي او هغه څوک چي له افغان دولت سره کار کوي، د دوی د بريدونو هدف گرځي.

په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ عيسوي کاله پوري په منظم ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندي کېدل.

د پنجشنبې په ورځ د يوه ځانمرگي بريد کوونکي له خوا د افغانستان د ملي امنیت رئيس اسدالله خالد هم سخت ټپي سو.

د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ ويلي دي، چي د اسدالله خالد روغتيايي وضعيت د ښه کېدو په حال کي دی.

هغه ويلي دي، چي خالد به د درملني له پاره له هيواده دباندي ولېږل سي. خالد اوس په کابل کي په يوه پوځي روغتون کي بستر دئ.

يوه افغان چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي خالد خبري نسي کولای خو پوهيږي چي څه ورباندي تيريږي.

ويل کيږي چي خالد په نس کي ټپي سوی دئ، او د بدن حياتي غړو ته ئې تاوان نه دی رسېدلی.